کورپاڼه / روغتيا / شات او لېمو په اوبو کې واچوئ او ګټه ترې پورته کړئ

شات او لېمو په اوبو کې واچوئ او ګټه ترې پورته کړئ

شات او لېمو دواړه د خوراکي توکو له جملې څخه دي، چې تقریباً په هر کور کې شتون لري او د خوړو او مشروباتو د خوند لپاره کارول کیږي. خو آیا په اوبو کې د لېمو او شاتو په ګډولو او ګټو یې پوهېږئ؟

دا مشروب د وازدې په اوبه کولو، د پوستکي له دانو یا ځوانکو څخه د خلاصون او له بدن څخه د زهرجن موادو په ایستلو کې مرسته کوي. شات د بورې یا خوږې طبیعي بدیل دی او بیلابیل روغتیایی ګټې لري. همدا راز د لېمو استعمال هم د روغتیا لپاره خورا ګټور وي.

خالص شات د زخمونو او د سوځېدلي پوستکي په درملنه کې مرسته کوي او د ګڼ شمېر نورو جلدي ناروغیو لپاره هم کارول کیږي. دغه راز د ټوخي ترڅنګ د میکروبونو ضد محلول په توګه هم کار کوي او د ستونې درد ته ګټور وي.

بل لوري ته د لېمو کارول د پښتورګو د تیږو په مخنیوي کې مرسته کوي اړ د زړه د ناروغیو خطر هم کموي، خو که چېرته دواړه سره ګډ شي او یو مشروب ترې جوړ شي نو حیرانوونکې ګټې لرلی شي چې دلته به ترې لنډه یادونه وکړو.

وزن کموي، میتابولیزم تېزوي، د بدن اوبه پوره ساتي، د زیاتې کالورۍ مخه نیسي، دفاعي سیستم پیاوړی کوي، تنفسي ناروغۍ کابو کوي، هضم ښه کوي، د قبضیت مخه نیسي، زهرجن مواد وباسي او حافظه ښه کوي.

دا هم ولولئ

هغه خوراکي توکي چې د بدن ویټامین ډي پوره کوي

ویټامین ډي د انسان بدن لپاره خورا اړین ګڼل کیږي او کمښت یې د هډوکو …