کورپاڼه / بېلا بېل / ولې ښځې د سړیو په پرتله ډېر ژوند کوي؟

ولې ښځې د سړیو په پرتله ډېر ژوند کوي؟

ډېر به اورېدلي وي چې د ښځو عمر د سړیو په پرتله ډېر وي او دا خبره ټوکه یا مسخره نه ده بلکې حقیقت دی او یو راپور وایي چې په عام ډول ښځې د نارینه وو په پرتله پنځه برابره ډېر ژوند کوي او اوسمهال په نړۍ کې ۳۱ ډېر عمر لرونکو انسانانو څخه ۳۰ ښځینه دي.

دا چې ولې د ښځو عمرونه د سړیو په پرتله یو څه ډېر وي، دلته به یې په اړه ولولو: سړي د ښځو په پرتله سخت بدني کارونه کوي او د کورنۍ نفقه هم پر سړیو وي، همدا لامل دی چې سړي سختو کارونو ته مخ کوي، چې ځینې یې د طبیعي پېښو په سبب مري.

دغه راز سړي د ښځو په پرتله د سګریټ څکولو عادت هم لري. د روغتیا نړیوالې ادارې ویلي چې یوازې نهه سلنه ښځې سګریټ څکوي او په سړیو کې دا کچه څلویښت سلنه ده، چې بیا په همدې سبب په ګڼو ناروغیو اخته کېږي او عمر یې لنډیږي.

د سړیو تولیدي سیستم تر ډېره کار کوي او همدا لامل دی چې په ډېر عمر کې هم د پلار کېدو وړتیا لري، خو هماغه د ټیسټوسټیرون هورمون چې تولیدي سیستم متحرک ساتي، وروسته کمېږي او د پروستات سرطان خطر ډېروي.

د یوې څېړنې پر اساس دا هم ویل کېږي چې نجونې په مور زادي ډول له هلکانو پیاوړي وي او همدا لامل دی چې نوي زېږیدلي نارینه ماشومان د نجونو په پرتله د مړینې سره ډېر مخ کېږي.

دا هم ولولئ

ولې د هګیو ژېړ سره ورته والی لري، ځینې ژېړ رنګه او ځینې نارنجي وي؟

تاسو به د هګیو مختلف رنګونه لیدلي وي لکه نسواري یا سپین، خو ایا پوهیږئ …