کورپاڼه / روغتيا / له پیازو څخه د ویښتانو په ښکلا کې ګټه پورته کړئ

له پیازو څخه د ویښتانو په ښکلا کې ګټه پورته کړئ

پیاز د خپل تېز بوی په سبب د ډېرو خلکو نه خوښېږي او که ورته وویل شي چې پیاز مو په ویښتانو ووهئ، نو ښايي مسخرې راپورې وکړي، خو که چېرته د پیازو د ګټو په اړه پوه شو، نو هرو مرو به یاده کړنه ترسره کړو او خپلې ستونزې به حل کړو.

دا به د ډېرو لپاره د حیرانتیا وړ وي چې د پیازو اوبه په سر وهل یا مالش کول د ګنجي کېدو ستونزه کوي، خو دا بالکل رښتیا دي او ددې لپاره یو څو پیاز راواخلئ، اوبه یې ترې وباسئ او په شامپو کې ګډ او کار ترې واخلئ.

که چېرته تاسې د ګنجي کېدو ستونزه لرئ نو د پیازو اوبه راواخلئ، د سر پوستکی پرې مساج کړئ او تر دریو ساعتونو یې همداسې پرېږدئ. پیاز د سلفر په لرلو سره د پوستکي مړې حجرې له منځه وړي، نوو حجرو ته د ودې زمینه برابروي او د وینې جربان تېزوي.

که چېرته د ویښتانو سپورالی یا پخه لرئ نو په یوه اندازه د کوپرې او ارهنډو تېل راواخلئ، لږ یې ګرم کړئ او بیا پکې د تېلو برابره اندازه د پیازو اوبه ور واچوئ او د سر پوستکی پر مالش کړئ.

د ځینو کسانو ویښتان تر عمر مخکې سپینېږي، دا ډول کسان دې چې د پیازو اوبه، زیتونو تېل او نکریزې سره یوځای کړي او بیا دې پر ویښتو ووهي، ستونزه به یې حل شي.

دا هم ولولئ

هغه خوراکي توکي چې د اوږد او سالم ژوند لپاره ګټور وي

څوک دا هیله نلري چې سالم، اوږد او ښه ژوند ولري، خو په اوسني دور …