کورپاڼه / دسيسه ګر غواړي فرهان يوسفزى بدنام کړي
فرهان يوسفزى

دسيسه ګر غواړي فرهان يوسفزى بدنام کړي

ليکوال : موسى هېوادوال

خپلواک وېبپاڼه (٩ دسمبر ٢٠١٩): د افغانستان کرکټ بورډ په هېواد کې يوه داسې اداره ده، چې د ټولو هېوادوالو ورته سترګې دي او دغلته چې هر څه پېښېږي، د نورو ادارو په پرتله ورته د خلکو پام ډېر رااوړي، همدا لامل دى چې ډېرى خلک هڅه کوي کرکټ بورډ ته په کومه لاره ځانونه هم ورننباسي.

همدا لامل دى، هغه خلک چې له کرکټ بورډ ويستل شوي دي، هغوى تل هڅې کوي چې په څه نا څه ډول د کرکټ بورډ رهبري بدنامه کړي او يو ځل بيا کرکټ بورډ ته ځانونه ننباسي، حال دا چې په فساد کې دومره ښکېل خلک و، چې ولس ترې تر پوزې پورې راغلى و او له کرکټ بورډ په تګ يې هېوادوالو خوشحالۍ کړي دي.

د افغانستان کرکټ بورډ اوسنى عمومي رييس فرهان يوسفزى، چې کله د کرکټ بورډ مشر وټاکل شو، نو لومړى خو دغه يو شمېر کسانو چې غواړي کرکټ بورډ په خپله ولکه کې راولي او هر څه چې يې په زړه وي، هغه وکړي، فکر وکړ چې فرهان يوسفزى خو بزنس مېن سړى دى او په کرکټ نه پوهېږي، نو په يوه مياشت کې دننه به ناکامه شي او خلک به ورپسې راپاڅېږي او ليرې به يې کړي.

خو کله چې د دوى دغه پلان ناکامه شو او په کرکټ بورډ کې پراخ اصلاحات راغلل او سيسټم يې منظم او مخ په پرمختګ روان شو، نو دوى دا هڅه پيل کړه چې په بېلا بېلو لارو فرهان يوسفزى بدنامه کړي.

اوس دا خلک لګيا دي، جعلي کاغذونه جوړوي او په فېسبوک کې يې خپروي، تر څو داسې ښکاره کړي چې فرهان يوسفزى څارنوالۍ ته معرفي شوى، له کرکټ بورډ ليرې کېږي او يا هم بله کومه کيسه کېدونکې ده، خو لکه څنګه چې دا خلک مخکې ناکامه و، اوس هم ناکامه دي.

په اصل کې فرهان يوسفزى خپل لوى کاروبار لري او داسې سړى نه دى چې د څو پېسو لپاره دې فساد وکړي، ځکه هغه شخصاً ډېرې پېسې لري او د کرکټ بورډ ادارې ته ورتګ يې هم د دې لپاره و، تر څو په دغه اداره کې اصلاحات راولي او په خپلو پښو يې ودروي.

خو دا خلک له بېلا بېلو لارو هڅې کوي، تر څو ولسمشر غني له فرهان يوسفزي بدظنه کړي، ځکه چې فرهان يوسفزى ولسمشر ته نږدې کس دى او هغه پرې په هره برخه کې ډېر باور کړى دى، همدا لامل دى چې هغه د دغه مهمې ادارې مشر کړى دى، تر څو دغه اداره چې د افغانستان يو ملي وياړ دى او د ټولو هېوادوالو سترګې ورته دي، له هر ډول سياست، فساد، خپلوۍ، انډيوالۍ او نورو ټولو کيسو نه پاکه کړي.

يو ځل بيا هم په ډاګه وايو، هغه خلک چې غواړي د کرکټ بورډ په څېر اداره بدنامه کړي، تل به په خپله بدنامه وي، ځکه دغه اداره داسې اداره ده چې ملي اتلان پکې دي او دغه ملي اتلانو دې هېواد ته وياړونه راوړي او د افغانستان درې رنګه بېرغ يې په نړۍ کې په وياړ رپولى دى، نو دا خلک چې هر څومره هم خواري وکړي، د افغانستان کرکټ بورډ کې به بدلون روان وي او دغه اداره به د فرهان يوسفزي په مشرۍ کې لا هم د پرمختګ ګامونه سر ته رسوي.

دا هم ولولئ

نجونې باید د واده لپاره څه ډول هلک غوره کړي؟

واده یا ګډ ژوند یا نکاح د ژوند یو له مهمو پړاوونو څخه دی، چې …