کورپاڼه / هنر او کلتور / د شاه رخ خان باډي ګارډ معاش یا تنخوا به مو حیران کړي

د شاه رخ خان باډي ګارډ معاش یا تنخوا به مو حیران کړي

د هندي سینما د بادشاه شاه رخ خان په اړه خو ټوله نړۍ پوهېږي، خو نن سبا نوموړی د خپل زوی آریان خان د نېول کېدو په سبب پر ټولنیزو رسنیو او خبرونو کې ډېر یادېده.

خو آیا پوهېږئ چې د شاه رخ خان د دومره شهرت او د مینوالو د ډېروالي په سبب له هغه سره تل باډي ګارډ وي؟ که چېرته تاسې فکر کړی وي چې نو د شاه رخ خان ترڅنګ تل یو هډه ور ځوان وي، چې ډېر پیاوړی او ځواکمن ښکاري.

د شاه رخ خان د باډي ګارډ نوم، چې هر وخت یې ترڅنګ وي، روي سینګ دی، نوموی چې هر ځای ته ځي، هغه که زندان وي، د فلم ثبت وي یا په چکر ووځي نو روی سینګ یې ترڅنګ روان وي.

دلته په زړه پورې دا ده چې یو څوک یا باډي ګارډ، چې د دومره لوی ستوري ساتنه کوي، د هغه معاش یا تنخوا به څومره وي؟ که چېرته تاسې پوه شئ چې د شاه رخ خان باډي ګارډ څومره تنخوا اخلي نو ګوته په غاښ به شئ.

د هندي رسنیو د راپور پر اساس، روي سینګ د شاه رخ خان او د هغه د کورنۍ د امنیتي ټیم مشر دس او له لسو کلونو راهیسې دا دنده پرمخ وړي، نوموړی په کلني ډول ۲۰.۷ میلونه هندي روپۍ معاش لري.

دا هم ولولئ

امریکایي اداکارې لینډسې لوهان له خپل مسلمان ملګرې سره واده وکړ

امریکايي اداکارې لینډسې لوهان د ګډ ژوند د ملګري توګه د خپل مسلمان ملګري په …