کورپاڼه / سياست او روانې چارې / سپنتا د جمهوري نظام د ړنګېدو پړه د اشرف غني پر ټیم او خلیلزاد واچوله

سپنتا د جمهوري نظام د ړنګېدو پړه د اشرف غني پر ټیم او خلیلزاد واچوله

د افغانستان ملي امنيت پخواني سلاکار ډاکټر رنګين دادفر سپنتا هم د پخواني ولسمشر اشرف غني د ټیم او زلمي خلیلزاد ترمنځ رامنځته شوو وروستیو جنجالونو ته غبرګون ښکاره کړ.

نوموړي ویلي دي، چې غني په درغلیو واک ته رسېدلی، د واک ساتلو لېونی او د سولې دښمن و او دې کار کې ورسره خلیلزاد مرسته وکړ او مخالف لوري یې په ۲۰۱۹ کال د کرزي په کور وګواښل.

سپنتا زیاتوي چې په هماغه ماښام خلیلزاد ډاکټر عبدالله ته خبرداری ورکړ، که د ولسمشرۍ څوکۍ د مدعي په توګه د لوړې مراسم ترسره کړي نو د امریکايي قواوو له ګواښ سره به مخ شي. هغه خلیلزاد ته په خطاب کې ویلي، چې افغان ولس او تاریخ به دې هېر نه کړي.

زلمي خلیلزاد د تېرې چهارشنبې په ورځ په یوه مرکه کې د جمهوري نظام د پرځېدو او د سولې بهیر د ناکامۍ پړه پر جمهوري دولت او اشرف غني واچوله او زیاته کړې یې وه چې اشرف غني سرټمبه او ځان غوښتونکی و.

بل لوري ته امرالله صالح د خلیلزاد څرګندونو ته په ځواب کې وویل چې په دې ډول پړه پر افغانانو مه اچوه او ځان له ناکامۍ مه ژغوره او د جمهوریت د ړنګېدو پړه یې د خلیلزاد پر دوکې واچوله.

دا هم ولولئ

فرزانه کوچۍ او راشد خان

فرزانه کوچۍ: د موږ و تاسو ټولو نه لایقه همدا د کرکټ اتلان لوبغاړي مو دي

د افغانستان اسلامي جمهوریت د مهال د ولسي جرګې غړې فرزانه کوچۍ د افغانستان کرکټ …