کورپاڼه / خبرونه / محمد نبي له مینوالو د ملاتړ مننه او د دعا غوښتنه کړې
محمد نبي

محمد نبي له مینوالو د ملاتړ مننه او د دعا غوښتنه کړې

د افغانستان ملي لوبډلې لوبډلمشر محمد نبي له مینوالو د همیشني ملاتړ مننه کړې او زیاته کړې یې ده، چې خپل اتلان مو هیڅکله هم له دعاوو مه هېروئ.

هغه دا خبرې په داسې وخت کې کوي، چې نن ماښام افغان لوبډله د خپل سخت سیال په وړاندې په یوه تاریخي لوبه کې د سیالۍ ډګر ته ښکته کېږي.

د افغان لوبډلې بل پیاوړي لوبغاړي راشد خان هم د افغان لوبډلې له مینوالو غوښتنه کړې، چې لوبغالي ته د لوبې نندارې او لوبغاړو د هڅونې لپاره ورشي، خو د ۲۰۱۹ کال په څېر دې جنجال نه کوي.

د یادې لوبې په اړه د کرکټ شنونکي وایي چې دغه لوبه به یو طرفه نه وي او د افغان لوبډلې ورو توپ اچونکي به د پاکستان لوبډلې پر وړاندې سرخوږی جوړ کړي.

د پاکستان لوبډلې مشر روزونکی ثقلین مشتاق ویلي دي چې دوی به د افغان لوبډلې پر وړاندې له ځانګړي پلان څخه کار واخلي او په لوبډله کې هم کوم بدلون نه راولي.

دا هم ولولئ

شان ټیټ هم د افغان لوبډلې د روزنې دنده پرېښوده

د افغانستان د ملي لوبډلې د توپ اچونکې روزونکي شان ټیټ له خپلې دندې استعفاء …