کورپاڼه / خبرونه / عرفان خان: کرکټ یوه لوبه ده، چې څوک یې هم ګټي، مبارکي یې ورکړئ

عرفان خان: کرکټ یوه لوبه ده، چې څوک یې هم ګټي، مبارکي یې ورکړئ

د کوزې پښتونخوا مشهور سندرغاړي عرفان خان، چې له خپلې فیسبوکپاڼې یې د افغانستان د تېرې لوبې مبارکي هم خپره کړې وه، ویلي دي کرکټ یوه لوبه ده، چې څوک یې هم ګټي، مبارکي یې ورکړئ.

نوموړي دا پیغام وروسته له هغې خپروي، چې نن ماښام د افغانستان او پاکستان لوبډلو ترمنځ په نړیوال جام کې لوبه ترسره کېږي او ویل کېږي چې د لوبې د نندارې لپاره بې شمېره مینوال لوبغالي ته راځي.

عرفان خان پر خپله فیسبوکپاڼه د راشد خان او شاهین افریدي ګډ عکس خپور کړی او ورسره یې لیکلي دي:((کرېکټ یوه لوبه ده، چې څوک یې هم ګټي، مبارکي یې ورکړئ.))

نوموړي عکس ته په اشارې دا هم ویلي دي چې:((په مینه او عزت ژوند وکړئ لکه راشد خان او شاهین شاه افریدی د وروڼو په څېر ناست دي.))

د یادونې وړ ده، چې راشد خان هم له افغان مینوالو هیله څرګنده کړې چې په لوبغالي کې د ۲۰۱۹ نړیوال جام پرمهال په څېر ګډوډي رامنځته نه کړي بلکې په مینه دې لوبه ننداره کړي.

دا هم ولولئ

د سټیون سمېت پر خلاف مخالفتونه راپورته شوي

د اسټرالیا لوبډلې پخواني لوبغاړي ایان چیپل د ایشیز لوبلړۍ لپاره د سټیون سمېت د …