کورپاڼه / کرکټ / هندي لوبغاړی دنیش کارتیک د غبرګو زامنو پلار شو

هندي لوبغاړی دنیش کارتیک د غبرګو زامنو پلار شو

د هند کرکټ ملي لوبډلې او د آی پي اېل لیګ د کلکته نایټ رایډرز لوبډلې ویکټ ساتونکي دنیش کارتیک په کور خوشحالي راغله او د غبرګونو بچیو پلار شو.

نوموړي د خپل ژوند دې سترې خوشحالۍ د زېرې کولو لپاره ټولنیزې رسنۍ انستاګرام ته مراجعه کړې او له خپل تایید شوي اکونټ څخه د غبرګونو بچیو او میرمنې سره ګډ عکس خپور کړی دی.

په خپور شوي عکس کې د دنیش کارتیک او میرمنې ترڅنګ یې ساتل شوی سپی هم وي او خپلو مینوالو ته د زېرې په اورولو لیکلي دي:((زموږ غبرګ اولادونه وزېږېدل.))

هندي لوبغاړي د خپلې خوشحالۍ په څرګندولو لیکلي دي چې:((موږ د خپلو دواړو زامنو نومونه (کبیر پالیکل کارتیک) او (زیان پالیکل کارتیک) کېښودل.))

بل لوري ته د دنیش کارتیک میرمنې دیپیکا هم له خپل تایید شوي اکونټ څخه یاد عکس خپور کړی او مینوالو ته یې د غبرګو ماشومانو د زېږون خبر ورکړی دی.

دا هم ولولئ

لانس کلوزنر د ملي لوبډلې له روزنې لاس واخیسته

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې مشر روزونکې لانس کلوزنر پرېکړه کړې، چې نور به د …