کورپاڼه / د لوبو راپورونه / ویسټ انډیز په دریمه لوبه کې ایله بنګله دېش لوبډلې ته ماتې ورکړه

ویسټ انډیز په دریمه لوبه کې ایله بنګله دېش لوبډلې ته ماتې ورکړه

ویسټ انډیز لوبډلې له دوو پرلپسو ماتو وروسته د بنګله دېش په لوبډله لاس بر او لومړنۍ بریا یې خپله کړه.

د شل اوریز نړیوال جام ۲۳مه د ویسټ انډیز او بنګله دېش ترمنځ په شارجه لوبغالي کې ترسره شوه. د لوبې په پیل کې بنګله دېش پچه وګټله او د توپ اچونې پرېکړه یې وکړه.

ویسټ انډیز په ټاکلو شل اورونو کې د ۷ لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۴۲ منډې جوړې کړې، چې له ډلې یې روسټن چیس ۳۹ او نیکولس پورن ۴۰ منډې جوړې کړې.

د بنګله دېش لپاره مهدي حسن، مستفیض الرحمن او شرف الاسلام ډېره ښه توپ اچونه وکړه او درې واړو دوه-دوه ویکټې ترلاسه کړې.

بنګله دېش لوبډلې د ۱۴۳ منډو هدف په ترلاسه کولو بریالۍ نه شوه او د ۵ لوبغاړو په سوځېدو یې ۱۳۹ منډې وکړې او په ۳ منډو یې لوبه وبایلله.

د بنګله دېش لپاره لیتن داس ۴۴ او محمودالله ۳۱ ناسوځېدلې منډې وکړې. د ویسټ انډیز لپاره روي رامپال، جیسن هولډر، اندري رسل، عقیل حسین او ډیوین براوو یوه-یوه ویکټ ترلاسه کړه.

دا هم ولولئ

عمان لوبډلې له نمیبیا څخه د تېر لوبې غچ واخیست

د نمیبیا او عمان لوبډلو ترمنځ د سوپر لیګ دویم پړاو سیالیو کې عمان لوبډله …