کورپاڼه / روغتيا / له وېده کېدو وړاندې د موسیقۍ او سندرو اورېدل خوب بربادوي

له وېده کېدو وړاندې د موسیقۍ او سندرو اورېدل خوب بربادوي

امریکايي روغتیاپالانو په ۲۴۹ رضاکارانو باندې په دوو بېلابېلو څېړنو کې موندلې، هغه خلک چې له ویده کېدو وړاندې سندرې او موسیقي اوري، هغوی په سم ډول خوب نه کوي.

په عموم کې داسې انګیرل کیږي چې له ویده کېدو څخه لږ وخت مخکې د ورو موسیقي او سندرې اوریدل د ښه او آرام خوب لامل کیږي، خو د پورتنۍ څیړنې پایلې برعکس دي.

په لومړۍ څیړنه کې، د ټیکساس د بایلر پوهنتون ډاکټر مایکل سکاولین او د هغه ملګرو په ۱۹۹ هغه رضاکارانو، چې اوسط عمرونه یې د ۳۶ شاوخوا کې و، څېړنې وکړې او په دویمه څیړنه کې ۵۰ هغه رضاکاران شامل وو، چې اوسط عمر یې شاوخوا ۲۱ کاله وو.

په دواړو څېړنو کې، له رضاکارانو څخه وغوښتل شول، چې له خوب څخه لږ وخت مخکې د خپلې خوښې سندرې او موسیقي واوري او وروسته له هغې یې د هغوی د خوب پرمهال د دماغ فعالیت او د خوب کیفیت وارزول شو.

ډېرو رضاکارو، چې له سندرو او موسیقۍ له اوریدلو وروسته وېده شوي ول، وویل کله چې دوی له خوبه پاڅېدل نو داسې احساس یې کاوه لکه سم خوب یې چې نه وي کړی. ځینو ویل چې دوی په خوب کې هم هماغه سندرې او موسیقي اورېدله او خوب یې اغېزمن شوی و.

دا هم ولولئ

که د ګردو تیږي لرئ نو په طبیعي ډول یې له منځه یوسئ

په اوسني دور کې بې شمېره کسان د ګردو یا بډوډ له تیږو او نورو …