کورپاڼه / هنر او کلتور / د رنبیر کپور نوي انداز د هغه مینوال حیران کړي

د رنبیر کپور نوي انداز د هغه مینوال حیران کړي

په هندي سینما کې د خپلې اداکارۍ او مسخره ییز انداز په سبب مشهور اداکار رنبیر کپور د نوي انداز ویډیو پر ټولنیزو رسنیو خپرېږي.

په دې خو موږ ټول پوهېږو چې رنبیر کپور ډېر پر ټولنیزو رسنیو فعالیت کوي، نو د نوموړي مینوالو د هغه د نوم څخه په ګټنې پر ټولنیزو رسنیو ډېر اکونټونه جوړ کړي او د رنبیر کپور په اړه معلومات خپروي.

رنبیر کپور د کورونا په سبب د رامنځته شوي ګرځبندیز وروسته د سینما په پرده نه دی لېدل شوی او مینوال یې د لېدو لپاره سخت په تمه دي، خو په تلویزوني اعلاناتو کې بیا ډېر لېدل کېږي.

په دې وروستیو کې د رنبیر کپور یوه داسې ویډیو پر انستاګرام لاس په لاس کېږي، چې نوموړی پکې میک آپ کوي او ځان د ښځې په څېر جوړوي او د پریتي شل سینګ له لورې خپره شوې ویډیو سره لیکل شوي، چې رنیبر کپور د تلویزوني اعلان لپاره له ځانه ښځه جوړوي.

بل لوري ته د رنبیر کپور مینوالو د هغه ویډیو ته په کتو د حیرانۍ احساس کوي او نوموړی د خپلې مور اداکارې نیتو کپور سره پرتله کوي.

دا هم ولولئ

امریکایي اداکارې لینډسې لوهان له خپل مسلمان ملګرې سره واده وکړ

امریکايي اداکارې لینډسې لوهان د ګډ ژوند د ملګري توګه د خپل مسلمان ملګري په …