کورپاڼه / خپلواک / په لومړي ځل د جنوبي افريقا تورپوستې پېغله (د کاينات ملکه) غوره شوه
د ښکلا ملکه

په لومړي ځل د جنوبي افريقا تورپوستې پېغله (د کاينات ملکه) غوره شوه

خپلواک وېبپاڼه (٩ دسمبر ٢٠١٩): که څه هم په تېر وخت کې هم د امريکا په ګډون د نورو هېوادونو تورپوستو پېغلو د ښکلا په نړيوالو مسابقو کې (د کاينات ملکې) جايزې ترلاسه کړي دي، خو دا لومړى ځل دى چې د جنوبي افريقا اوسېدونکې تورپوستې پېغله د (مس يونيورس) يا د کاينات ملکې جايزه ترلاسه کوي.

د جنډر توپير يا جنسيتي توپير پر ضد مبارزه کوونکې (د جنوبي افريقا د ښکلا ملکې) ٢٦ کلنې ززيبني تنزي په اروپايي هېواد جارجيا کې د (مس يونيورس ٢٠١٩) مسابقه وګټله او تاريخ يې جوړ کړ.

د (مس يونيورس ٢٠١٩) په مسابقه کې د هند، جنوبي افريقا، امريکا، برېتانيې، مېکسيکو، پيوټوريکو، هنډراس، وينزويلا، فيلپين، اسټراليا، چين، جاپان او سپېن په ګډون د ٩٠ هېوادونو پېغلو ګډون کړى و.

په (مس يونيورس) مسابقه کې چې کومو پېغلو ګډون کړى و، دغه پېغلو په خپلو خپلو هېوادونو کې د ښکلا مسابقې ګټلې وې يا يې پکې لومړۍ جايزه ترلاسه کړې وه او له هغه وروسته بيا دغه نړيوالې د ښکلا مسابقې ته راغلې وې.

د مس يونيورس مسابقې په مهمه برخه کې د جنوبي افريقا پېغلې د مېکسيکو او پيوټوريکو له پېغلو سره مسابقه ترسره کړه، چې په دغه مسابقه کې د مېکسيکو پېغله ناکامه شوه او دويم مقام يې ترلاسه کړ.

په وروستۍ برخه کې بيا د پيوټو ريکو او جنوبي افريقا پېغلو ترمنځ مسابقه ترسره شوه، چې ډېرى خلکو فکر کاوه چې د پيوټو ريکو ٢٤ کلنه پېغله ميډيسن اينډرسن به دا ځل د (مس يونيورس) مسابقه وګټي، ځکه هغه سپين رنګې وه او لوړ قد يې درلوده، نو ځکه خلکو بريالۍ ګڼلې وه.

د ښکلا ملکه ١

خو په دغه مسابقه کې د جنوبي افريقا ٢٦ کلنې پېغلې ززيبني تنزي د (مس يونيورس ٢٠١٩) ګټونکې وبلل شوه او دغه جايزه يې په خپل نوم کړه.

هغه د خپل هېواد لومړنۍ تورپوستې نجلۍ ده چې دغه مسابقه يې وګټله، تر دې مخکې چې د جنوبي افريقا کومو نجونو دا مسابقې ګټلې وې، هغه ټولې سپين پوستې وې.

د (مس يونيورس ٢٠١٩) د جايزې تر ګټلو مخکې هغې په خپلو خبرو کې ويلي و، چې هغه غواړي چې دا مسابقه وګټي، ځکه چې راتلونکي نسلونه د ښکلا معيارونه لږ په بدل ډول وګوري.

د مس يونيورس جايزه ګټونکې ززيبني تنزي وايي، چې هغې ته د هغې د تور رنګ له امله ښايسته نه ويل کېږي، خو هغه وايي چې له دې خبرې سره اتفاق نه کوي، هغه وايي چې هغې ته دې چانس ورکړل شي، تر څو د ښکلا په اړه پخواني روايتونه مات شي او خلک له نوې زاويې څخه ښکلا ته وګوري.

هغې ته د فليپين پخوانۍ (مس يونيورس) کيتريونا ګرى د ښکلا د ملکې يا مس يونيورس تاج ور په سر کړ.

Loading...

دا هم ولولئ

اصغر افغان، فرهان يوسفزى او ګلبدين نايب

افغانستان کرکټ کې بې حسابه پېسې، شهرت او سفرونه دي چې هر څوک يې غواړي

په کرکټ کې او په خاص ډول د افغانستان کرکټ کې درې شيان زيات دي، …