کورپاڼه / خبرونه / له پاکستان څخه د لوبې د ګټلو په صورت کې د ا.ا مهم اعلان

له پاکستان څخه د لوبې د ګټلو په صورت کې د ا.ا مهم اعلان

که چېرته له پاکستانۍ لوبډلې څخه افغانستان کرکټ لوبډلې بریا خپله کړه او په پاکستان ته یې په دې تاریخي لوبه کې ماتې ورکړه، نو په دې صورت کې ا.ا له لورې ځینې مهمې لارښوونې خپرې شوي.

د کورنیو چارو وزارت له لورې د ټولنیزې رسنۍ پر ویبپاڼه ټویټر په خپور شوي ټویټ کې ویل شوي، چې افغان لوبډله په دوبۍ کې له پاکستان سره لوبه لري او هیله یې څرګنده کړې چې دا لوبه به افغان لوبډله وګټي.

د کورنیو چارو وزارت له لورې دغه راز ویل شوي چې د لوبې د ګټلو په صورت کې دې هوایي ډ زې نه کېږي او که هر چا دا کار وکړ نو سخت قانوني چلند به ورسره وشي.

اوسمهال د دوبۍ په نړیوال لوبغالي کې د افغانستان ترمنځ لوبه روانه ده او افغان لوبډلې د پچې تر ګټلو وروسته د توپ وهنې پرېکړه کړې او اوس یې توپ وهنه روانه ده.

د یادونې وړ ده، چې افغان لوبډلې په خپله لومړۍ لوبه کې د سکاټلېنډ لوبډلې ته د ۱۳۰ منډو په توپیر ستره ماتې ورکړې وه.

دا هم ولولئ

شان ټیټ هم د افغان لوبډلې د روزنې دنده پرېښوده

د افغانستان د ملي لوبډلې د توپ اچونکې روزونکي شان ټیټ له خپلې دندې استعفاء …