کورپاڼه / د لوبو راپورونه / افغان لوبډلې پاکستان ته د ۱۴۸ منډو هدف وټاکه

افغان لوبډلې پاکستان ته د ۱۴۸ منډو هدف وټاکه

د محمد نبي او ګلبدین نایب د یوې په زړه پورې ملګرتیا وروسته افغان لوبډلې د پاکستان لوبډلې ته د منډو هدف وټاکه.

د شل اوریز نړیوال جام ۲۳مه لوبه د افغانستان او پاکستان ترمنځ د دوبۍ په نړیوال کرکټ لوبغالي کې ترسره کېږي، د لوبې په پیل افغان لوبډلې پچه وګټله او توپ وهنه یې غوره کړه.

افغان لوبډله په پیل کې تر فشار لاندې راغله او پاور پلی کې یې څلور مهم لوبغاړي له لاسه ورکړل، ورپسې کریم جنت او نجیب ځدران یو څه ملګرتیا وکړه، خو بیا پرلپسې ویکټې پرېوتې.

د لوبې په وروستیو کې د محمد نبي او ګلبدین ترمنځ په زړه پورې ملګرتیا وشوه او د ۷۱ منډو ګډه ملګرتیا وکړه، همدا و چې افغان لوبډله یې یو مناسب هدف ته ورسوله.

افغان لوبډلې په ټاکلو شل اورونو کې د ۶ لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۴۷ منډې جوړې کړې او پاکستان ته یې ۱۴۸ د منډو هدف وټاکه.

د افغان لوبډلې له لورې ګلبدین نایب او محمد نبي ۳۵-۳۵ ناسوځېدلې، نجیب ځدران ۲۲ منډې جوړې کړې. د پاکستان لپاره عماد وسیم دوه، شاهین افریدي، حارث رووف، حسن علي او شاداب خان یوه-یوه ویکټ ترلاسه کړه.

دا هم ولولئ

لانس کلوزنر د ملي لوبډلې له روزنې لاس واخیسته

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې مشر روزونکې لانس کلوزنر پرېکړه کړې، چې نور به د …