کورپاڼه / جالب / ترکیې اوه پناه غوښتونکي په دې سبب بېرته خپل هېواد ته ولېږل چې کېلې یې خوړلې وې

ترکیې اوه پناه غوښتونکي په دې سبب بېرته خپل هېواد ته ولېږل چې کېلې یې خوړلې وې

ترکیې وروسته له هغې د سورې د اوه کډوالو د بېرته لېږلو پرېکړه وکړه، کله چې هغوی د کېلې خوړلو عکسونو او ویډیوګانې پر ټولنیزو رسنیو خپرې کړې.

د بهرنیو رسنیو د راپور پر اساس، سوریه له ۲۰۱۱ کال راهیسې د کورنیو جګړو قرباني ده او یوې لسیزې جګړو کې له درې سوه زرو ډېرو کسانو ژوند له لاسه ورکړی او بې کوره شوي دي. په دې حالت کې د سوریې ډېرو اوسیدونکو په ترکیه کې پناه اخیستې ده. بل لوري ته ترکیه پخپله په اقتصادي لحاظ ښه نه ده.

همدا لامل دی، کله چې د سوریې یوې پناه غوښتونکې زده کوونکې د کېلو خوړلو ویډیو خپره کړه، نو د ترکانو له لورې پرې سختې نېوکې وشوې او هغوی وویل چې موږ دلته یوه کېله نشو خوړلی او پناه غوښتونکي په درجنو کېلې خوري.

د سوریې زده کړیالې په ملاتړ نورو پناه غوښتونکو هم داسې عکسونه خپاره شول، نو ترکانو ورته ولیکل چې تاسو زموږ په هېواد کې له موږ ډېرې مزې کوئ، په ترکیه کې د کېلو خوړلو پرځای خپل هېواد ته لاړ شئ او و یې ژغورئ.

دا مسئله دومره غټه شوه چې د ترکیې حکومت ور پکې مداخله وکړه او اوه هغه سوریه وال پناه غوښتونکي یې ونېول، چې پر ټولنیزو رسنیو یې د ترکیې اوسیدونکې لمسول او بېرته یې سوریې ته د لېږلو پرېکړه وکړه.

دا هم ولولئ

هغه مشهور موږک مړ شو، چې د کرپټو کرنسۍ تجارت یې کاوه

د نړۍ په کچه مشهور موږک، چې د کرپټو کرنسیو یا ډیجیټل اسعارو تجارت یې …