کورپاڼه / هنر او کلتور / نجیبه فیض: موږ باید کرکټ د یوې لوبې په توګه وګڼو ترڅو د دواړو هېوادونو ترمنځ کرکه له منځه ولاړه شي

نجیبه فیض: موږ باید کرکټ د یوې لوبې په توګه وګڼو ترڅو د دواړو هېوادونو ترمنځ کرکه له منځه ولاړه شي

مشهورې هنرمندې او د تلویزوني خپرونو کوربنې نجیبه فیض ویلي دي، چې موږ موږ باید کرکټ د یوې لوبې په توګه وګڼو ترڅو د دواړو هېوادونو ترمنځ کرکه له منځه ولاړه شي.

نجیبه فیض پخپله فیسبوکپاڼه لیکلي دي، چې موږ باید له کرکټ څخه د شخړې او کرکې د پارولو لپاره کار وانخلو، بلکې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سولې لپاره کار وکړو.

نوموړې دا خبرې په داسې حال کې کوي، چې د دوبۍ په نړیوال کرکټ لوبغالي کې د افغانستان او پاکستان لوبډلو ترمنځ لوبه روانه ده.

هغې په خپله ټویټرپاڼه خپل یو عکس هم خپور کړی، چې پر یو مخ یې د افغانستان او پر بل مخ یې د پاکستان بیرغ جوړ کړی دی، یعنې نوموړې د دواړو لوبډلو ملاتړې ده.

نجیبه فیض دغه راز لیکلي چې ځینې کسان به د لوبې څخه د شخړې او کرکې راپارولو لپاره کار اخلي، نو راځئ چې له لوبې خوند واخلو او داسې کسانو ته اجازه ور نکړو.

دا هم ولولئ

دیپکا پاډوکون د رنویر سینګ کومه ځانګړنه خوښوي

د بالیووډ مشهورې اداکارې دیپکا پاډوکون د خپل خاوند رنویر سینګ له ځانګړتیاوو د هغې …