کورپاڼه / خبرونه / راشد خان په نړیوالو شل اوریزو لوبو کې ۱۰۰ ویکټې پوره کړې
راشد خان او رحمت شاه

راشد خان په نړیوالو شل اوریزو لوبو کې ۱۰۰ ویکټې پوره کړې

د افغان لوبډلې مخکښ ورو توپ اچونکي راشد خان په نړیوالو شل اوریزو لوبو کې د ویکټو سلیزه پوره کړه او څلورم لوبغاړی شو چې دغه کارنامه ترسره کوي او لومړی لوبغاړی شو چې په لږو لوبو کې دې هدف ته ځان رسوي.

ټیم سوتي په خپله ۵۳مه شل اوریزه لوبه کې، چې د پاکستان پر وړاندې یې اوس ترسره کوي، د محمد حفیظ په سوځولو سره د ویکټو سلیزه پوره کړه.

له هغه وړاندې په لومړي مقام کې د بنګله دېش کرکټ ملي لوبډلې الراونډر لوبغاړی شکیب الحسن ځای لري، هغه په ۹۴ نړیوالو شل اوریزو لوبو کې ۱۱۷ ویکټې ترلاسه کړي دي.

دویم مقام د سریلانکایي چټک توپ اچونکي لاست ملنګا سره دی. لاست ملنګا، چې د ځانګړي سټایل لرونکې توپ اچونکی دی، هغه په ۸۴ نړیوالو شل اوریزو لوبو کې ۱۰۷ ویکټې ترلاسه کړي دي.

څلورم مقام له نیوزیلېنډ لوبغاړي ټیم سوتي سره دی، هغه په ۸۴ نړیوالو شل اوریزو لوبو کې ۱۰۰ ویکټې ترلاسه کړي او پنځم مقام له شاهد افریدي سره دی، هغه په ۹۹ نړیوالو شل اوریزو لوبو کې ۹۸ ویکټې اخیستي دي.

دا هم ولولئ

د پښو د سخت درد لامل څه کېدلی شي؟

د عمر په تېرېدو سره د انسان بدن هم کمزوری کېږي. هغه سفر چې د …