کورپاڼه / د لوبو راپورونه / پاکستان په دریمه لوبه کې افغان لوبډله له ماتې سره مخ کړه

پاکستان په دریمه لوبه کې افغان لوبډله له ماتې سره مخ کړه

اصف علي د افغان لوبډلې د بریا هیلې له خاورې سره برابرې کړې، هغه په ۱۹ اور کې په کریم جنت ۴ شپږیزې ووهې او بریا یې د پاکستان لوبډلې ته ور په برخه کړه.

د شل اوریز نړیوال جام ۲۳مه لوبه د افغانستان او پاکستان ترمنځ د دوبۍ په نړیوال کرکټ لوبغالي کې ترسره شوه، د لوبې په پیل افغان لوبډلې پچه وګټله او توپ وهنه یې غوره کړه.

افغان لوبډلې په ټاکلو شل اورونو کې د ۶ لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۴۷ منډې جوړې کړې او پاکستان ته یې ۱۴۸ د منډو هدف وټاکه.

د افغان لوبډلې له لورې ګلبدین نایب او محمد نبي ۳۵-۳۵ ناسوځېدلې، نجیب ځدران ۲۲ منډې جوړې کړې. د پاکستان لپاره عماد وسیم دوه، شاهین افریدي، حارث رووف، حسن علي او شاداب خان یوه-یوه ویکټ ترلاسه کړه.

پاکستان لوبډلې یاد هدف په ۱۹ اورونو کې د ۵ لوبغاړو په سوځېدو پوره کړ او افغان لوبډلې ته یې په ۵ ویکټو ماتې ورکړه.

د پاکستان لپاره بابر اعظم ۵۱، فخر زمان ۳۰ او اصف علي په ۷ توپونو ۲۵ ناسوځېدلې منډې وکړې. د افغانستان لخوا راشد خان دوه، نبي، مجیب او نوین الحق یوه ویکټ ترلاسه کړه.

دا هم ولولئ

لانس کلوزنر د ملي لوبډلې له روزنې لاس واخیسته

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې مشر روزونکې لانس کلوزنر پرېکړه کړې، چې نور به د …