کورپاڼه / خبرونه / جاوید امیرخیل هم د وړتیا نه لرونکو لوبغاړو د لیرې کولو غږ پورته کړ
جاوېد امیرخېل

جاوید امیرخیل هم د وړتیا نه لرونکو لوبغاړو د لیرې کولو غږ پورته کړ

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې نن له پاکستان سره په نړیوال شل اوریز جام کې لوبه ترسره کړه، چې په ۱۹م اور کې کریم جنت باندې ۴ شپږیزې ولګېدې او لوبه کې پاکستان بریا خپله کړه.

د افغانستان مشهور سندرغاړي جاوید امیرخیل که یو خوا مینه والو ته توصیه کړې ده چې له جوش څخه دې کار نه اخلي، خو بل خوا یې دا غږ هم پورته کړی، چې کوم لوبغاړي وړتیا نه لري باید له لوبډلې څخه لیرې شي.

نوموړي د لوبې له ختمېدو وروسته په خپله فېسبوکپاڼه کې په یو پوسټ کې لیکلي دي: ((درنو وطنوالو ملګرو له جوش څخه به کار نه اخلو. پوهېږم چې ډېر یې خفه کړو خو خیر حوصله باید وکړو.))

هغه په خپل پوسټ کې زیاتوي: ((خو دا یو کار باید وشي، د کرکټ ملي ټیم کې چې کوم نفر د ښې لوبې، وړتیا نه لري باید سلو کې سل لرې شي.))

جاوید امیرخیل د مظاهرې خبره هم کړې ده، هغه لیکلي دي: ((او که دا کار د کرکټ بورډ اداره نه کوي، باید خلک مظاهره وکړي، ځکه دا خو څه د ټوکو خبرې ندي، د یو لوی هیواد عزت ورپورې تړلی.))

دا هم ولولئ

کرن خان او هارون باچا

د هارون باچا (ښکلا) او د کرن خان (درشم) سندرې

د پښتو ژبې د دوه مشهورو سندرغاړو هارون باچا او کرن خان دوه نوې سندرې …