کورپاڼه / خبرونه / فرزانه کوچۍ: د موږ و تاسو ټولو نه لایقه همدا د کرکټ اتلان لوبغاړي مو دي
فرزانه کوچۍ او راشد خان

فرزانه کوچۍ: د موږ و تاسو ټولو نه لایقه همدا د کرکټ اتلان لوبغاړي مو دي

د افغانستان اسلامي جمهوریت د مهال د ولسي جرګې غړې فرزانه کوچۍ د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړو په ملاتړ په خپل یو پوسټ کې لیکلي دي، چې ((د موږ و تاسو ټولو نه لایقه همدا د کرکټ اتلان لوبغاړي مو دي.))

نن افغانستان په نړیوال شل اوریز جام کې له پاکستان سره لوبه لرله، چې که څه هم ډېره ښه لوبه ترسره شوه، خو په ۱۹م اور کې د ۴ شپږیزو له امله لوبه د پاکستان په ګټه پای ته ورسېده.

له لوبې وروسته فرزانه کوچۍ په خپل یو پوسټ کې لیکي: ((ورسره مقابله کوي، ورسره لوبیږي، ورسره د سیالي دعوه دار دي! موږ و تاسو څنګه؟ د موږ و تاسو ټولو نه لایقه همدا د کرکټ اتلان لوبغاړي مو دي!))

هغه زیاتوي: ((په موږ و تاسو کې مو کوم یو د خپل پاکستاني سیال سره برابر او سیال یو؟ که هر افغان له هرې برخې او سطحې په نظر کې ونیسو هغه او د هغه پاکستاني همسویه سیال ته یې د زحمت کشۍ، لاسته راوړنو، استعداد، جرئت، حوصلې وطندوستۍ او… په اساس لس نمرې ورکړو زموږ د هرې کټګورۍ والا به تر پاکستاني سیال یې ډېر وروسته وي اکثر برخو کې به ترې متاثره هم وي.))

فرزانه کوچۍ په خپل پوسټ کې مخکې لیکي: ((مثلا له تاجر، ملا، ډاکټر، ډیپلوماټ، مامور، محصل، معلم، پولیس، عام وګړي به یې پیل کړو او… (سیاسمتدار خو مو بیخي مه یادوئ یوه پیړۍ نه کم عمر لرونکي هیواد نیمه پیړۍ زموږ سیاستمدار کنټرول کړي) سره مقایسه به یې کړو او راته معلوم به شي چې څوک پکې خپل پاکستانی سیال چیلنج کولی شي، څوک تر هغوی مخکې دي، څوک یې خپل برخه کې برلاسه دی.))

نوموړې همدا راز مخکې لیکي: ((هیڅ یو! هیڅ یو یې نشي، کې شي راته وې وایئ! څوک؟ په دې فکر وکړئ چې ایا موږ له خپل ویاړمنو کرکټ لوبغاړو څه زده کوی شو که نه، یوازې اسانه قضاوتونه کوو! خپل سرونه به ګریوان ته کړو عزیزانو.))

دا هم ولولئ

پاکستان د بنګله دېش لوبډلې ۴۴ منډې قرضداره کړ

د بنګله دېش او پاکستان لوبډلو ترمنځ د دوو ټیسټ لوبو په اولې ټیسټ لوبه …