کورپاڼه / ريکارډونه / بابر اعظم په نړیوالو شل اوریزو لوبو کې ځانګړی ریکارډ جوړ کړ

بابر اعظم په نړیوالو شل اوریزو لوبو کې ځانګړی ریکارډ جوړ کړ

تېره شپه افغان لوبډله له پاکستانۍ لوبډلې سره د سیالۍ ډګر ته ښکته شوه، افغان لوبډلې ورته د ۱۴۸ منډو هدف ورکړ، چې بیا د پاکستان لوبډلې له لورې په ۱۹ اور کې پوره شو.

په یاده لوبه کې د پاکستان له لورې ترټولو زیاتې منډې د پاکستاني لوبډلمشر بابر اعظم وې، نوموړي د خپلې لپاره نیمه سلیزه ووهله، چې په دې سره یې ځانګړی ریکارډ هم جوړ کړ.

بابر اعظم د لوبډلمشر په توګه لومړی لوبغاړی شو، چې په لږو لوبو کې ډېرې نیمه سلیزې وهي. نوموړي په ۲۶ پاڼیو کې د ۱۳ نیمه سلیزو په وهلو لومړی مقام خپل کړ.

په دویم مقام کې ویرات کوهلي ځای لري، هغه په ۴۴ پاڼیو کې ۱۳ نیمه سلیزې، دریم مقام له کین ویلیمسن سره دی، هغه په ۵۰ پاڼیو کې ۱۱ او ارون فینچ په ۵۱ پاڼیو کې د ۱۱ نیمه سلیزو په وهلو څلورم مقام لري.

دغه راز په یاده لوبه کې بابر اعظم لومړنی لوبغاړی شو چې په شل اوریزو لوبو کې چټکې ۱۰۰۰ منډې پوره کوي، هغه په ۲۶ پاڼیو کې دا کارنامه وکړه او له هغه وړاندې ویرات کوهلي په ۳۰ پاڼیو کې دې هدف ته رسېدلی و.

دا هم ولولئ

لانس کلوزنر د ملي لوبډلې له روزنې لاس واخیسته

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې مشر روزونکې لانس کلوزنر پرېکړه کړې، چې نور به د …