کورپاڼه / خبرونه / پاکستان او افغانستان تر منځ د لوبې پر مهال زرګونه کسان له ټکټ پرته لوبغالي ته راغلي وو

پاکستان او افغانستان تر منځ د لوبې پر مهال زرګونه کسان له ټکټ پرته لوبغالي ته راغلي وو

د کرکټ نړیواله شورا (ICC) وايي، په دوبۍ کې د پاکستان او افغانستان تر منځ د لوبې پر مهال زرګونه کسان له ټکټ پرته لوبغالي ته راغلي وو.

د آی سي سي له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې په دوبۍ کې د پاکستان او افغانستان د لوبې لپاره ۱۶ زره ټکټونه صادر شوي وو، خو په زرګونو بې ټکټ مینوالو لوبغالي ته په زور دننه کېدو هڅه وکړه.

په خبرپاڼه کې راغلي دي، پوليسو او امنيتي کارکوونکو د لوبغالي امنيت نيولى و او د کرکټ د مينوالو د ګډوډۍ او وضعيت د کنټرول لپاره يې له اضافي وسايلو کار اخيستى دى.

د دوبۍ پولیسو د فضا د کنټرول لپاره د ځای دننه دروازې وتړلې او حتی هغه کسان یې هم لوبغالي ته پرېنښوده، چې ټکټ یې اخیستی و.

په خبرپاڼه کې راغلي دي، چې د کرکټ نړیوالې شورا له هغه کسانو څخه بخښنه غوښتې وه او زیاته کړې یې ده چې د ټکټ پیسې دې بېرته له اړوند ادارو واخلي. دغه راز د متحده عربي اماراتو کرکټ بورډ څخه یې هم غوښتنه کړې، چې بیا دې دا ډول پېښه نه تکراریږي.

دا هم ولولئ

د فوټبال مشهور کلب د اماراتو په نوي پیلېدونکي شل اوریزه لیګ کې لوبډله واخیسته

د مانچیسټر یونایټیډ فوټبال کلب مالک د عربي اماراتو په نوي پیلېدونکې شل اوریزه لیګ …