کورپاڼه / خبرونه / بریډ هاګ: افغانستان به په دې ټورنمنټ کې یوې سترې لوبډلې ته سرخوږی جوړوي

بریډ هاګ: افغانستان به په دې ټورنمنټ کې یوې سترې لوبډلې ته سرخوږی جوړوي

د استرالیا کرکټ ملي لوبډلې پخواني ورو توپ اچونکي بریډ هاګ ویلي دي، افغانستان به په دې ټورنمنټ کې یوې سترې لوبډلې ته سرخوږی جوړوي.

نوموړي د افغانستان او پاکستان لوبډلو ترمنځ بیګانۍ لوبې ته په اشارې سره وویل، چې تېره شپه افغان لوبډلې وښوده، چې په نړیوال جام کې یوې لوبډلې ته ستونزې جوړوي.

له دې وړاندې هم د افغانستان پر لوبډله ورته تبصرې شوې او د کرکټ ګڼ شمېر شنونکو ویلي دي چې افغان لوبډله، په ځانګړي توګه ورو توپ اچونکي به یې د سترو لوبډلو لپاره سرخوږی وي.

افغان لوبډلې په بیګانۍ لوبه کې د پچې تر ګټلو وروسته د توپ وهنې پرېکړه وکړه او په ټاکلو شل اورونو کې یې د پاکستان لپاره د ۱۴۸ منډو هدف وټاکه.

پاکستان لوبډلې یاد هدف په نولسم اور کې په داسې حال کې ترلاسه کړ، چې ۲۴ منډې ورته پاتې وې او یادې لوبډلې دریمه پرلپسې بریا هم ترلاسه کړه.

دا هم ولولئ

د سټیون سمېت پر خلاف مخالفتونه راپورته شوي

د اسټرالیا لوبډلې پخواني لوبغاړي ایان چیپل د ایشیز لوبلړۍ لپاره د سټیون سمېت د …