کورپاڼه / کرکټ / اصف علي: ما شعیب ملک ته وویل چې په یو اور کې لوبه ختموم

اصف علي: ما شعیب ملک ته وویل چې په یو اور کې لوبه ختموم

د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې میډل ارډر توپ وهونکی او د بیګانۍ لوبې ګټونکي اصف علي له وړاندې ویلي ول، چې یو اور هدف ګرځوم او لوبه ختموم.

اصف علي، چې بیګا یې په یو اور کې پر کریم جنت څلور، شپږیزې ووهلې او لوبه یې وګټله، ویلي دي چې ما له وړاندې شعیب ملک ته وویل چې په یو اور کې لوبه ختموم.

نوموړي ویلي دي، چې ما یو اور هدف ګرځولی و او غوښتل مې چې شپږیزې پکې ووهم. زه چې کله لوبې ته ښکته کېږم نو حالت ګورم او شعیب ملک ته مې وویل چې په یو اور کې لوبه ختموم.

محمد نبي د اصف علي په اړه ویلۍ دي، زموږ سره درې ورو توپ اچونکو بسنه کوله، راشد خان ښه توپ اچونه وکړه، اصف علي ښه توپ وهنه وکړه او پاکستان ته یې بریا ور په برخه کړله.

بل لوري ته د پاکستان لوبډلمشر بابر اعظم خپل لوبغاړي اصف علي ته د لوبې د غوره ختمونکې نوم ورکړی دی.

دا هم ولولئ

د فوټبال مشهور کلب د اماراتو په نوي پیلېدونکي شل اوریزه لیګ کې لوبډله واخیسته

د مانچیسټر یونایټیډ فوټبال کلب مالک د عربي اماراتو په نوي پیلېدونکې شل اوریزه لیګ …