خپلواک وېبپاڼه (٩ دسمبر ٢٠١٩): د کرکټ په مېدان کې وخت نا وخت داسې خندوونکې خبرې او پېښې رامنځته کېږي، چې يا هم زموږ ورته پام ونه شي او يا موږ هغې ته پاملرنه ونه کړو.
د راپورونو په وينا، همداسې يوه پېښه په جنوبي افريقا کې د روان مزانسي سوپر ليګ يا اېم اېس اېل پر مهال هم رامنځته شوه، چې هر چا ليدلې، نو لومړى يې عجب احساس کړى او وروسته يې ورته ښه خندلي دي.
د جنوبي افريقا د ملي لوبډلې لوبډلمشر فاف ډوپلېسي، چې اوس مهال پ مزانسي سوپر ليګ يا اېم اېس اېل کې د پارل روکس لوبډلې لوبډلمشري هم په خپله غاړه لري، د لوبې د پچې پر مهال داسې په ايماندارۍ د يوې پوښتنې ځواب ورکړ، چې وياند يې هم حېران دريان کړ.
د نېلسن منډيلابى سره په ترسره کېدونکې لوبه کې چې کله د پچې پر مهال وياند له فاف ډوپلېسي نه پوښتنه وکړه، چې ستاسې په لوبډله کې نن کوم بدلون راغلى دى او که نه، هماغه د تېرې لوبې لوبډله به لوبه ترسره کوي.
فاف ډوپلېسي پچه بايللې وه، هغه وياند ته د دغه پوښتنې په ځواب کې وويل، چې هارډس زما د خور سره په بستره باندې پروت دى، نو هغه به نن لوبه نه کوي، ځکه چې د هغه دواړو پرون واده شوى دى.
One change – Viljoen is not playing today because he’s lying in bed with my sister as they got married yesterday – Faf du Plessis
😂
#MSLT20 #NMBGvPR #PRvNMBG pic.twitter.com/IOlXZEn7nH— FANTASY CRICKET TIPS 🏏 (@FantasyCricTeam) December 8, 2019
له دې خبرې وروسته نه يوازې دا چې فاف ډوپلېسي وخندل، بلکې وياند هم ښه په زوره زور وخندل.
د يادولو ده چې د ريمي راينزز او هارډس ولجوين تېره ورځ واده شوى دى.