کورپاڼه / کرکټ / په لومړي ځل ښځینه لوبغاړې د نارینه لوبډلې روزونکې شوه

په لومړي ځل ښځینه لوبغاړې د نارینه لوبډلې روزونکې شوه

د انګلستان کرکټ ملي لوبډلې مشهوره پخوانۍ لوبغاړې ساره ټایلر د ابوظبۍ په لس اوریزه (ټي ټین) لیګ کې د نارینه وو لوبډلې سلاکاره روزونکې شوه.

ساره ټایلر لومړنۍ ښځینه روزونکې شوه، چې د کرکټ په نړۍ کې د نارینه وو لوبډلې روزنه کوي، هغه به د ابوظبۍ په ټي ټین لیګ کې د روزونکې په توګه دنده ترسره کړي.

نوموړې د ښځینه کرکټ په تاریخ کې ترټولو بریالۍ ویکټ ساتونکې لوبغاړې وه او د انګلستان لپاره یې د ۲۲۶ نړیوالو لوبو استازیتوب کړی دی.

ساره ټایلر دغه راز د ښځینه وو د پنځوس اوریزه لوبو جام او د ښځو نړیوالو شل اوریزو لوبو جام د ګټلو ویاړ لري او د انګلستان په کورنیو لوبو کې هم د روزونکې په توګه پاتې شوې ده.

ټاکل شوې ده چې د لس اوریز لیګ د پنځم پړاو لوبې به د راتلوونکې ۲۰۲۲ کال په جنورۍ کې میاشت کې په دوبۍ کې پیل شي، چې ټولې لس ورځې به دوام ولري او یو شمېر لوبغاړي به پکې هم ولوبېږي.

دا هم ولولئ

عمان لوبډلې له نمیبیا څخه د تېر لوبې غچ واخیست

د نمیبیا او عمان لوبډلو ترمنځ د سوپر لیګ دویم پړاو سیالیو کې عمان لوبډله …