کورپاڼه / بېلا بېل / د بلې ژبې زده کول دماغ پیاوړي کوي

د بلې ژبې زده کول دماغ پیاوړي کوي

په کاناډا کې یوې څیړنې موندلې چې د مورنۍ ژبې پرته د بلې ژبې زده کول زموږ د دماغو یا مغز د پیاوړتیا ترڅنګ زموږ د زده کړې وړتیا هم لوړوي.

په تېر کې یو شمېر څېړنو موندلې وه، هغه خلک چې په یو وخت کې په دوو ژبو برلاسی وي د هغه کسانو په پرتله ډېر هوښیار وي، چې له یوې ژبې سره بلدتیا لري او دماغي ناروغۍ هم پکې لږ په ځنډ سره واقع کېږي. خو دا نه ده څرګنده شوې چې په ډېر عمرۍ کې د بلې ژبې زده کړه پر دماغو څه اغېزې کوي.

ددې لپاره د ټورنټو، د کاناډا د یارک پوهنتون او د بای کریسټ په نوم یوې شخصي ادارې له ۶۵ څخه تر ۷۵ کلنۍ پورې ۷۶ رضاکاره کسان څېړلي ول. په دې کې نیمایي کسانو ته د دماغي روزنې اپلیکیشن ورکړل شو او پاتې نورو ته د موبایل اپلیکیشن په مرسته هسپانوي ژبه ور زده کړل شوه.

ټولو رضاکارو تر ۱۶ اوونیو پورې په ورځ کې د ۳۰ دقیقو لپاره اپلیکیشن استعمالوو او بیا یې دماغي وړتیاوې وڅېړل شوې. هغه کسان چې هسپانوي یې زده کوله، د هغوی حافظه، تحلیل او د پرېکړې کولو وړتیاوې ښه شوې وې او د نوې ژبې په زده کولو یې د خوښۍ احساس کاوه.

ددې څېړنې مرکزي لیکوال ډاکتر جیډ میلټزر ویلي دي، نوې ژبه زده کول یوه په زړه پورې ساتیري یا فعالیت دی او په غیر احساساتي ډول دماغو ته ډېره ګټه رسوي.

دا هم ولولئ

غوا

هند کې د غواګانو لپاره هم د امبولانس سروس شروع کېږي

د هند د اتراپردېش ایالت اعلی وزیر اعلان کړی دی، چې د ناروغو غواګانو لپاره …