کورپاڼه / کرکټ / هربجن سینګ هم د پاکستان په ګټه خوشحاله دی او د اصف علي ستاینه یې کړې

هربجن سینګ هم د پاکستان په ګټه خوشحاله دی او د اصف علي ستاینه یې کړې

د هند کرکټ لوبډلې پخواني ورو توپ اچونکي هربجن سینګ هم د پاکستان په ګټه خوشحاله دی او د اصف علي د توپ وهنې ستاینه یې کړې ده.

نوموړي لیکلي دي، کله چې د اتلسم اور په وروستي توپ اصف علي له یوې منډې کولو څخه انکار وکړ، نو دا یې پر ځان د ډېر باور څرګندونه وکړه.

هربجن سینګ دغه راز لیکلي دي چې په بل اور کې هغه څلور سترې شپږیزې ووهلې او په یو سټایل یې لوبه پای ته ورسوله او هغه یې یو پیاوړی هیټر وګاڼه.

د یادولو وړ ده چې تېره ورځ اصف علي د افغانستان پر وړاندې لوبه کې په نوولسم اور کې د څلورو شپږیزو په وهلو سره د پاکستان لوبډله تر بریا ورسوله.

اصف علي، چې په چټکې توپ وهنې یې د لوبې د غوره لوبغاړي جایزه واخیست، له لوبې وروسته وویل چې پر ځان مې پوره باور و، چې دا هدف به پوره کوم او شعیب ملک ته مې یو اور وړاندې هم وویل چې په وروستي اور کې ۲۵ پاتې هم شي، پوره کوم یې.

دا هم ولولئ

د فوټبال مشهور کلب د اماراتو په نوي پیلېدونکي شل اوریزه لیګ کې لوبډله واخیسته

د مانچیسټر یونایټیډ فوټبال کلب مالک د عربي اماراتو په نوي پیلېدونکې شل اوریزه لیګ …