کورپاڼه / خبرونه / عمران خان: ما د افغان لوبډلې په څېر دومره چټک پرمختګ کله نه و لېدلی

عمران خان: ما د افغان لوبډلې په څېر دومره چټک پرمختګ کله نه و لېدلی

د پاکستان لومړي وزیر عمران له پاکستان لوبډلې سره د افغان لوبډلې بېګانۍ لوبه ستايلې ده او ویلي یې دي، ما د افغان لوبډلې په څېر دومره چټک پرمختګ کله نه و لېدلی.

عمران خان پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي دي چې افغان لوبډلې په زړه پورې لوبه وکړه او زیاته کړې یې ده چې د افغانستان د کرکټ په څير داسې لوبډله نه ما ده لیدلې چې په دومره چټکۍ پرمختګ کړی وي.

نوموړي د سکاټلېنډ لوبډلې پر وړاندې د افغان لوبډلې لوبه هم ستایلې وه او د هغې لوبې مبارکي یې افغان ولس ته ورکړې ده.

د یادونې وړ ده چې افغان لوبډلې په خپله دویمه لوبه کې د پاکستان لوبډلې په لاس له ماتې سره مخ شو، خو په لومړۍ لوبه کې یې بیا ستره بریا خپله کړې وه.

سبا به افغان لوبډله پخپله دریمه لوبه کې د نمیبیا لوبډلې پر وړاندې د ماسپښین په ۲:۳۰ بجو د سیالۍ ډګر ته ښکته شي.

دا هم ولولئ

لانس کلوزنر د ملي لوبډلې له روزنې لاس واخیسته

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې مشر روزونکې لانس کلوزنر پرېکړه کړې، چې نور به د …