کورپاڼه / تبصرې او وړاندوينې / شاپور ځدران پر بیګانۍ لوبه تبصره کړې او دا یې هم ویلي زړونه به نه بایلو ان شاء الله مخکې نور ډېر ښه مېچونه او چانسونه لرو

شاپور ځدران پر بیګانۍ لوبه تبصره کړې او دا یې هم ویلي زړونه به نه بایلو ان شاء الله مخکې نور ډېر ښه مېچونه او چانسونه لرو

شاپور ځدران په بیګانۍ لوبه تبصره کړې او په وروستیو کې یې ویلي دي چې زړونه به نه بایلو ان شاء الله مخکې نور ډېر ښه مېچونه او چانسونه لرو.

نوموړي د پچې تر ګټلو د توپ وهنې پرېکړه تېروتنه ګڼلې او ویلي دي ږ:((دا چې افغانستان ټاس ګټلی وو باید اول یې بالېنګ کړی وای ځکه دویم انېنګز کې دبۍ کې پرخه لویږي بال سوېنګ نه اخلي او ګرېپ کیږي نه ځکه بال لوندیږی، مخامخ ځي او سپېنران هغه سې نه چلیږي چې کوم رقم په اول انېنګز که چلیږي.))

شاپور ځدران پر پیلیزو توپ وهونکو هم پړه واچوله چې خپل مسولیت یې ادا نه کړ او حوصله یې ونه کړه. دغه راز وروستي توپ وهونکي یې هم یوازې د غټو شاتونو په وهلو ملامته کړل.

د توپ اچونې په برخه کې شاپور ځدران د یو چټک توپ اچونکي تشه یاده کړې او ویلي دي چې د کریم جنت پرځای باید حمید حسن اخیستل شوی و. هغه د حمید حسن تجربې ته په اشاره ویلي دي چې حمید حسن د اړتیا په وخت کې ډېر ښه یارکر، رېورس سوېنګ او بلاکرې ولي او هم دې پرېشر وخت کې د بال ښه ترسره کولو تجربه لري.

نوموړي زیاته کړې ده چې په توپ اچونه کې د راشد خان وروسته کول نه کول پکار، باید لومړی اورونه یې کړي ول، ترڅو ویکټې هم لوېدلې وې او منډې به هم پرې لوړې شوې وې.

دغه راز په وروستیو کې زیاتوي:((زما تبصره صرف دې خپلو اتلانو متوجه کول دي، زړونه به نه بایلو ان شاء الله مخکې نور ډېر ښه مېچونه او چانسونه لرو، د ستاسو د دعا په برکت او دې اتلانو په هڅو به ان شاء الله تر راتلوونکي بل پړاوه ځو.))

دا هم ولولئ

د لوبڅار له لورې په جالب اندازه کې د وایډ بال ورکولو ویډیو خپره شوې

په کرکټ کې وایډ بال، نو بال، شپږیزې او څلوریزې د لوبڅار له لورې د …