کورپاڼه / روغتيا / نیم سری، لاملونه او کورنۍ درملنه یې

نیم سری، لاملونه او کورنۍ درملنه یې

نیم سری یا میګرین هغه اصطلاح ده چې د سر درد لپاره کارول کیږي او د سر هغه درد ته ویل کېږي چې د سر په یو اړخ کې واقع کیږي او شدت یې د زغم وړ نه وي. دغه درد کله ناڅاپه او کله هم ورو ورو پیلېږي، چې بیا سترګو، ژامې او غاړې ته ډېرېږي.

د نیم سري میګرین لاملونه هم مختلف دي او په مشخص ډول نه دي پېژندل شوي، خو د ژوند نامناسب یا غیر صحي طرز ډېرو ناروغیو لامل کېږي، چې په هغې د خوراک نه کول یا مناسب خوراک نه کول، نشه، حساسیت، انتان، تبه او تنفسي ناروغۍ شاملې دي.

دغه راز د اعصابو کمزوري یا ستونزه یاهم د اعصابو پړسوب یا د نخاعي په شاوخوا کې د ستونزو له امله هم نیم سری یا میګرین پیدا کېږي او ترڅنګ د وینې فشار، فلج، د زړه ناروغي او د سر زخم هم د نیم سري له لاملونو څخه دي.

که چېرته په ناڅاپي ډول له نیم سري سره مخ شوئ نو یو څو دانې انګور راواخلئ، لږې اوبه پکې واچوئ، ښه سره حل کړئ او لږ-لږ یې وڅښئ. دغه راز د ادرک په چایو کې لږ لېمو واچوئ او و یې څښئ، دا هم ګټور تمامېدلی شي.

کله باید ډاکټر سره مشوره وشي؟ که چېرته د نیم سري شدت زیات وي او درد یې د زغم وړ نه وي او د شپې ترې سترګې ن پټېږي، په دې ټولو حالتونو کې باید ډاکټر سره مشوره وشي او غوره به وي مراجعه ورته وشي.

دا هم ولولئ

که د ګردو تیږي لرئ نو په طبیعي ډول یې له منځه یوسئ

په اوسني دور کې بې شمېره کسان د ګردو یا بډوډ له تیږو او نورو …