کورپاڼه / خبرونه / راشد خان د تېرې لوبې په بایللو له مینوالو بخښنه غوښتې او د دعا او ملاتړ هیله یې څرګنده کړې

راشد خان د تېرې لوبې په بایللو له مینوالو بخښنه غوښتې او د دعا او ملاتړ هیله یې څرګنده کړې

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې مخکښ ورو توپ اچونکي راشد خان د تېرې لوبې په بایللو له مینوالو بخښنه غوښتې او د دعا او ملاتړ هیله یې څرګنده کړې.

راشد خان په خپله فیسبوکپاڼه لیکلي چې له ټولو هغه مینوالو بخښنه غواړم چې پرته له بریا لمانځلو بېرته کورونو ته ستانه شول او پر مخ یې د خوښۍ مسکا خپره نه شوه.

خو زیاته کړې یې ده، چې موږ ونشو کړای چې لوبه وګټو خو که چېرته تاسې موږ ته دعا وکړئ او ملاتړ مو وکړئ، نو ښایي راتلونکو لوبو کې راته پکار راشي.

د یادونې وړ ده، چې تېره لوبه کې افغان لوبډلې له پاکستان څخه د لوبې په نوولسم کې په پنځو ویکټو ماتې وخوړه. په دې لوبه کې راشد خان خپل سل ویکټو ته هم ورسېده او لومړی لوبغاړی چې په شل اوریزو نړیوالو لوبو کې چټکې سل ویکټې پوره کوي.

راشد خان په دې اړه هم مننه کړې او ویلي یې دي له ټولو هغه ملګرو او مینوالو مننه کوم چې د سلو نړیوالو ویکټو په پوره کولو یې پیغامونه رالېږلي دي.

دا هم ولولئ

د سټیون سمېت پر خلاف مخالفتونه راپورته شوي

د اسټرالیا لوبډلې پخواني لوبغاړي ایان چیپل د ایشیز لوبلړۍ لپاره د سټیون سمېت د …