کورپاڼه / روغتيا / په سهار کې د لامده شوو انځرو خوراک ولې اړین وي؟

په سهار کې د لامده شوو انځرو خوراک ولې اړین وي؟

انځر یوه خوندوره وچه میوه ده او وچ انځر په ژمي کې یوه غوره ناشته ګڼل کیږي، ځکه چې په ویټامینونو، منرالونو او انټي اکسیډنټونو بډایه وي. د خوراکي توکو کارپوهان وایي، د شپې له خوا درې یا څلور انځر په نیم ګیلاس اوبو واچوئ، ټوله شپه یې همداسې پرېږدئ او په سبا یې په تشه ګېډه وخورئ او روغتیایي ګټې ترلاسه کړئ.

انځر په زیاته اندازه پوتاشیم لري چې په مرسته یې د وینې د شکر کچې په کنټرول کې مرسته کوي. یو شمیر څیړنو ښودلې چې په انځر کې موجود کلوروجینک اسید د وینې د شکرو په کمولو کې مرسته کوي.

انځر په خپل ترکیب کې فایبر لري چې د کولمو منظم حرکت ساتلو کې مرسته کوي او هغه څوک چې وخت ناوخت د قبض څخه رنځ وړي، هغوی دې په خپل رژیم کې انځر شامل کړي.

که چېرته د وزن کمولو لپاره له غذایي رژیم ګټه پورته کوئ نو انځر درته غوره تمامېدلی شي. فایبر لرونکي خواړه د وزن کمولو لپاره اړین وي او انځر د بدن لپاره په برابره اندازه فایبر چمتو کوي.

په انځر کې موجود انټي اکسیډنټ د وینې فشار په کنټرول کې مرسته کوي او له بدن څخه ازاد راډیکالونه له منځه وړي. ځینو څیړنو دا هم ښودلې چې انځر په بدن کې د ټرای ګلیسریډ کچه ټیټولو کې مرسته کوي او د ټرای ګلیسریډ د زړه د ناروغیو له لاملونو څخه دي.

انځر د کلسیم په برابرولو سره د هډوکو په سالم ساتلو کې مرسته کوي. لکه څنګه چې بدن پخپله کلسیم نه تولیدوي، نو اړینه چې پر بهرنیو منابعو لکه شیدو، سویا، شنو سابو، سبزیجاتو او انځر تکیه وکړو.

دا هم ولولئ

که د ګردو تیږي لرئ نو په طبیعي ډول یې له منځه یوسئ

په اوسني دور کې بې شمېره کسان د ګردو یا بډوډ له تیږو او نورو …