کورپاڼه / کرکټ / کوانټن ډیکاک بالاخره مجبوره شو، چې د توکم پالنې پر ضد ګونډه ووهي

کوانټن ډیکاک بالاخره مجبوره شو، چې د توکم پالنې پر ضد ګونډه ووهي

کوانټن ډیکاک بالاخره مجبوره شو چې د نننۍ لوبې، چې د سریلانکا پر وړاندې روانه ده، له پیل وړاندې ګونډه ووهي او توکم پالنې پر ضد او د تور پوستو په ملاتړ ګونډه ووهي.

د سویلي افریقا ویکټ ساتونکی او پیلیز توپ وهونکی کوانټن ډیکاک، چې د ویسټ پر وړاندې له لوبې بهر شو، نه یې غوښتل چې د توکم پالنې پر ضد کمپاین کې برخه واخلي او په احترام یې ګونډه ووهي.

دا پېښه په داسې حال کې رامنځته شوې وه، چې د سویلي افریقا کرکټ بورډ پر ټولو لوبغاړو جبري وګرځوله، چې د توکم پالنې پر ضد کمپاین کې ونډه واخلي او ټول دې په يو ډول ګونډه وهي، خو کوانټن ډیکاک د خپل کرکټ بورډ له لارښوونې انکار کاوه.

له هغې وروسته نوموړي پخپله کړنه پېښماني وښوده او له ټولو هېوادوالو، مینوالو او لوبغاړو څخه بخښنه وغوښته او زیاته یې کړې، چې زه د توکم پالنې پر وړاندې د مبارزې په ارزښت پوهېږم او خپل مسولیت پېژنم، که چېرته زما په ګونډه وهنې د یو چا ژوند ښه کېږي، نو زه په دې کار سره ډېر خوشحاله شم.

بالاخره هغه د نننۍ لوبې له پیل وړاندې د نورو لوبغاړو په څېر ګونډه ووهله او د توکم پالنې پر ضد یې په کمپاین کې برخه واخیسته.

دا هم ولولئ

د مجیب الرحمن لوبډلې د بیګ باش دویمه لوبه کې ماتې وخوړه

مجیب الرحمن ۴ اورونه ترسره کړل، ۲۵ منډې یې ورکړې او لوبډلې یې (بریسبین هېټ) …