کورپاڼه / خپلواک / انضمام الحق: غوراوي کمېټې نه غوښتل چې راشد خان راولي، خو ما په زوره لوبډلې ته راوستی و
انضمام او راشد خان

انضمام الحق: غوراوي کمېټې نه غوښتل چې راشد خان راولي، خو ما په زوره لوبډلې ته راوستی و

خپلواک وېبپاڼه (۱۰ دسمبر ۲۰۱۹): د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې پخوانی لوبډلمشر او توپوهونکی او د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې پخوانی مشر روزونکی انضمام الحق وايي، چې راشد خان هغه د افغانستان ملي لوبډلې ته په زوره راوستی و، ځکه غوراوي کمېټې نه غوښتل چې راشد خان په لوبډله کې واخلي او هغوی فکر کاوه چې راشد خان ښه لوبغاړی نه دی، خو کله چې هغه ما وليده، نو زه پوه شوم چې دا هلک به ډېر مخکې ځي.

انضمام الحق په خپل يوټيوب چېنل باندې يوه ويډيو خپره کړې ده، چې په هغه کې يې د راشد خان د راوستلو ټوله کيسه ټکي په ټکي کړې ده.

هغه وايي، کله چې زه په لومړي ځل افغانستان ته لاړم، نو ما د افغانستان کرکټ بورډ مشرانو ته وويل، چې زه په يوه لوبلړۍ کې ستاسې د لوبډلې روزونکی پاتې کېږم او که له هغه وروسته زما خوښه وه نو بيا به مخکې خبره وکړو.

هغه وايي، چې موږ په دوبۍ کې و او هلته به مې هلکان راغوښتل او بيا به مې د هغوی لوبه کتله. وايي چې همکار ماته وويل چې يو نوی هلک دی راشد او ډېره ښه توپ اچونه کوي.

ما ورته وويل، چې تر څو پورې يې زه ونه وينم نو هېڅ پرېکړه نه شم کولای. هغه وايي چې ما د غوراوي کمېټې مشر ته وويل چې د راشد په نوم يو هلک دی، هغه دوبۍ ته راولېږه. وايي چې د غوراوي کمېټې مشر ماته وويل، چې هغه دومره تکړه هلک نه دی او له هغه نه تېر شه، خو ما ورته وويل چې زه دغه هلک حتماً ليدل غواړم.

راشد خان

انضمام الحق وايي، کله چې مې د راشد خان توپ اچونه په نېټ کې وليده، نو ماته په کې ډېره وړتيا ښکاره شوه، خو ما ورته وويل چې زه په تا په يو شرط په لوبډله کې اخلم، چې ته ما په نېټ کې اوټ کړې.

هغه وايي، چې هغه راته وويل چې سمه ده. انضمام وايي چې دا د ۲۰۱۴ یا ۲۰۱۵ کال خبره ده او هغه وخت کې هم ما کرکټ کولو.

انضمام الحق وايي، چې د راشد خان د توپ اچونې وړتيا په ګوګلي کې ده، هغه دومره ښه ګوګلي کوي که چېرته تاسې د هغه په لاس کې د هغه توپ سم ونه ګورئ، نو په هوا کې بيا هغه توپ ستاسې په قابو کې نه شي راتللی، يعنې په تاسې ډېر ناوخته وي چې دغه توپ وپېژنئ.

هغه وايي، کوم وخت کې چې ما نړيوال کرکټ هم کاوه نو په هوا کې به مې هم ګوګلي توپ پېژانده او قابو کولای مې شو.

هغه وايي، کله چې ما توپوهنه پيل او راشد خان راته توپ اچونه کوله، نو ماته احساس وشو چې راشد خان څومره ډېره وړتيا لرونکی او زبردست توپ اچونکی دی. هغه وايي چې ماته هماغه وخت معلومه شوه چې راشد خان به څومره مخکې لاړ شي.

هغه وايي زه راشد خان په نېټ کې اوټ نه کړم، خو ما د هغه وړتيا وليده او هغه مې په لوبډله کې شامل کړ. وايي چې د غوراوي کمېټې غړو دا نه منله چې راشد خان دې په ملي لوبډله کې ولوبېږي، خو ما ورته وويل چې هر هغه نوملړ چې د راشد خان نوم پکې نه و، زه به يې وشکوم.

راشد خان ۱

انضمام الحق وايي، چې وروسته له هغې ټولې نړۍ وليدل چې راشد خان څوک دی او څومره وړتيا لري، ځکه چې اوس هغه د نړۍ د ټولو تجارتي ليګونو خلک اخلي او هر څوک هڅه کوي چې هغه يې په لوبډله کې ولوبېږي.

انضمام الحق وايي چې راشد خان اوس هم د کرکټ په نړۍ کې نيمايي پېژندل شوی دی، ځکه د هغه د توپ اچونې وړتيا خو ټولو خلکو وليدله، خو هغه د دې تر څنګ يو ډېر ښه توپوهونکی هم دی او زه فکر کوم چې هغه بايد هر ځلې په ټاپ ارډر کې توپوهنې ته راشي.

هغه وايي، اوس خو راشد خان د افغانستان ملي لوبډلې لوبډلمشر هم دی او ټولې نړۍ هم د يو ښه توپ اچونکي په توګه پېژندلی دی، نو پکار دی چې هغه اوس په ټاپ ارډر کې توپوهنه وکړي.

انضمام الحق همدا راز د لوبغاړو د غوراوي په برخه کې هم دا خبره وکړه، چې لوبغاړي بايد په دې وانه خيستل شي، چې د هغه منډې ډېرې دي يا ښې دي، بلکې لوبغاړو ته په خپل نظر او تجربې سره کتل پکار دي او د هغه وړتيا پېژندل پکار دي.

Loading...

ليکوال\خبريال: خپلواک

Avatar

دا هم ولولئ

شفيق الله شفق

کرکټ بورډ په شفيق الله شفيق د فساد له امله ٦ کاله بندېز ولګاوه

د افغانستان کرکټ بورډ وايي، چې د ملي لوبډلې په نامتو لوبغاړي شفيق الله شفق …