کورپاڼه / کرکټ / شعیب اختر: داسې ښکارې چې تر یکشنبې ورځې پورې به هند له نړیوال جام بهر شي

شعیب اختر: داسې ښکارې چې تر یکشنبې ورځې پورې به هند له نړیوال جام بهر شي

د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې چټک توپ اچونکي شعیب اختر ویلي دي داسې ښکارې چې تر یکشنبې ورځې پورې به هند له نړیوال جام بهر شي.

نوموړي ویلي دي، د افغانستان کرکټ ډېر په تېزۍ سره پرمختګ کوي او مخ پر وړاندې روان دی، خو اوس باید د پاکستان لوبډله ځان تر پایلوبې ورسوي.

بل لوري ته نوموړي د افغانستان پر وړاندې د پاکستان په بریا خپله لوبډله ستایلې او مبارکې یې ورکړې او ترڅنګ یې دا هم ویلي چې ما له وړاندې دا خبره کړې وه چې دا ځل پاکستانۍ لوبډله کمزورې مه ګڼئ.

نوموړي دغه راز د بیګانۍ لوبې د ګټونکې لوبغاړي اصف علي ستاینه هم کړې ده او زیاته کړې یې ده، چې په زړه پورې توپ وهنه یې وکړه او زه یې خوشحاله کړم.

د یادونې وړ ده، چې سبا افغان لوبډله خپله دریمه لوبه له نمیبیا سره د ماسپیښن په ۲:۳۰ بجو لري او بل لوري ته هند په دویمه لوبه کې له نیوزیلېنډ سره مخ کېږي.

دا هم ولولئ

د مجیب الرحمن لوبډلې د بیګ باش دویمه لوبه کې ماتې وخوړه

مجیب الرحمن ۴ اورونه ترسره کړل، ۲۵ منډې یې ورکړې او لوبډلې یې (بریسبین هېټ) …