کورپاڼه / روغتيا / آیا د اوښې شېدو له حیرانوونکو ګټو خبر یاست؟

آیا د اوښې شېدو له حیرانوونکو ګټو خبر یاست؟

شېدې د انسان روغتیا لپاره ګټورې ګڼل کیږي او په ډېرو ناروغیو کې د ډاکټرانو له لورې د شېدو د استعمال لارښوونه هم کېږي، خو ایا پوهیږئ چې د غوا او وزې له شېدو سربېره، فطرت د اوښې په شېدو کې هم شفاء ایښې ده.

د اوښې شېدې په زیاته اندازه ویټامین سي، اوسپنه، کلسیم، انسولین او پروټین لري. دا شیدې انټي سیپټیک یا میکروب ضده ځانګړنه لري او د غوا د شېدو په پرتله لږ غوړ یا کولیسټرول لري.

د بېلابېلو څیړنیزو راپورونو له مخې، د اوښې شېدې د غوا له شېدو څخه صحي او د مور شیدو ته نږدې او د هضم لپاره اسانه دي. د اوښې شېدې د التهاب ضد او د سرطان ضد ځانګړتیاو لپاره پیژندل کیږي.

دغه راز د اوښې شېدې په ماشومانو کې له غذا څخه د حساسیت په کابو کې مرسته کوي. په دې شېدو کې د الفا هایدروکسیل اسید یوه برخه شتون لري چې درد کموي او د ګونځو مخه نیسي.

دا شیدې د التهاب ضد خاصیت هم لري چې د ټوخي، مفصلونو او نورو ناروغیو په درملنه کې اغیزمن وي. دا شېدې په لږه اندازه غوړ لري چې د وزن د زیاتوالي خطر کموي.

دا هم ولولئ

که د ګردو تیږي لرئ نو په طبیعي ډول یې له منځه یوسئ

په اوسني دور کې بې شمېره کسان د ګردو یا بډوډ له تیږو او نورو …