کورپاڼه / روغتيا / د ریحان یا کشمالي تېل د ښکلا اړوند ډېرې ګټې لري

د ریحان یا کشمالي تېل د ښکلا اړوند ډېرې ګټې لري

د ریحان یا کشمالي تېل د ښکلا اړوند بې شمیره ګټې لري او په منظم ډول کارول یې د میرمنو د ستونزو په درملنه کې مرستندویه تمامېږي. دا تېل د ویټامین کی او انټي اکسیډنټ څخه بډایه دی.

ریحان یا کشمالي په دارو او درملو کې هم استعمالېږي او په یوناني دوایانو کې هم استعمالېږي او ترټولو مهمه او غټه ګټه یې د ویښتانو د توییدو مخه نیسي او په طبیعي یې ښکلي کوي.

سربېره پردې د ریحان یا کشمالي تېل که د پوستکي په هره برخه او د ویښتانو په بېخ کې ووهل شي، نو د وینې جریان تېزوي او د ویښتانو او پوستکي اړوند ستونزې حل کوي.

کارپوهان وایي که چېرته مو د اوسپنې او زنک د کمښت سربېره بیاهم د ویښتانو توییدو ستونزه درلوده نو د ریحان تېل یو غوره انتخاب دی او دا تېل باید یوازې په اوونۍ کې یو ځل د نیم ساعت لپاره استعمال شي.

بل لوري ته دا تېل که چېرته نېغ نېغه پر مخ ووهل شي نو د ځوانکو او دانو وده دروي او ګټور ورته تمامېږي.

دا هم ولولئ

هغه خوراکي توکي چې د بدن ویټامین ډي پوره کوي

ویټامین ډي د انسان بدن لپاره خورا اړین ګڼل کیږي او کمښت یې د هډوکو …