کورپاڼه / د لوبو راپورونه / سویلي افریقا په په دریمه لوبه کې سریلانکا ته ماتې ورکړه

سویلي افریقا په په دریمه لوبه کې سریلانکا ته ماتې ورکړه

ډیویډ میلر په وروستي اور کې د دوه شپږیزو په وهلو سره سویلي افریقا په دریمه لوبه کې بریالۍ کړه او په دې سره یې دویمه بریا هم خپله کړه.

د نړیوال شل اوریز جام ۲۵مه لوبه د سویلي افریقا او سریلانکا ترمنځ په شارجه کې ترسره شوه. د لوبې په پیل کې سویلي افریقا پچه وګټله او توپ وهنه یې ترسره کړه.

سریلانکا په ټاکلو شل اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۴۲ منډې وکړې، چې له ډلې یې پاتوم نېسانکا ترټولو ښه لوبه وکړه، هغه ۷۲ منډې جوړې کړې.

د سویلي افریقا له لورې دواني پریټوروس او تبریز شمسي ډېره ښه توپ اچونه ترسره کړه، دواړو درې-درې او انریک نورجه دوه ویکټې ترلاسه کړې.

سویلي افریقا د ۱۴۳ منډو هدف په وروستي اور د ۶ لوبغاړو په سوځېدو پوره کړ او په ۴ ویکټو یې سریلانکا ته ماتې ورکړه.

د سویلي افریقا تمبا بوما ۴۶ او ډیویډ میلر ۲۳ زیاتې منډې جوړې کړې. د سریلانکا لپاره ونیندو هسرنګا درې او دشمانتا چمیرا دوه ویکټې ترلاسه کړې.

دا هم ولولئ

شهزاد بیا نیمه سلیزه ووهله او دا ځل یې لوبډله بریالۍ شوه

د ټي ټین لیګ په ۲۶مه لوبه کې دوه افغان لوبغاړو ته چانس ورکړل شو، …