کورپاڼه / روغتيا / د لېمو او شاتو اوبه تر کومه حده ګټورې وي؟

د لېمو او شاتو اوبه تر کومه حده ګټورې وي؟

ډېر شمېر خلک لېمو او شات د وزن کمولو لپاره کاروي خو پوښتنه دا ده چې ددې دواړو توکو استعمال تر کومه حده ګټور وي؟ د یوه راپور له مخې، لېمو او شات په طبیعي ډول د ډېرو ناروغیو درملنه ده، خو داسې کوم حقایق نه دي تر لاسه شوي چې وښيي آیا په رښتیا هم دا توکي د وزن په کمولو او له بدن څخه د زهري موادو په له منځه وړلو کې مرسته کوي.

داسې ډېرې تجربې او ثبوتونه شته چې له مخې، د لېمو او شاتو جوس ګټور بلل شوي خو تر دا چې تر کومه حده رښتیا دي، دلته به یې په اړه ولولو.

داسې ساینسي شواهد نشته چې ترې ثابته شي چې دا مشروب زهرجن مواد خارجوي. دغه راز که چېرته شات نېغ په نېغه پر مخ ووهل شي نو ګټور تمامېږي خو په دې اړه شواهد نشته چې شات او لېمو سره ګډول او څښل یې د ځوانکو درملنه کوي.

دا ادعا ډېره مشهوره ده چې د شاتو او لېمو اوبه د بدن وازده اوبه کوي، خو دا رښتیا نه دي چې په دې سره د بدن وزن کمېږي. دا هم ویل کېږي چې دا مشروب دماغ یا حافظه ښه کوۍ خو تر اوسه په دې اړه ساینسي ثبوت نشته.

ددې مشروب جوړول ډېر آسانه دي، یعنې د نیم لېمو اوبه او یوه کاچوغه شات په ګرمو اوبو کې واچوئ. ډېر شمېر دا مشروب ګرم څښي خو سوړ یې هم څښلی شئ او د ورځې په هره برخه کې یې کارولی شئ او د ښه خوب لپاره ګټور تمامېږي.

دا هم ولولئ

هغه خوراکي توکي چې د بدن ویټامین ډي پوره کوي

ویټامین ډي د انسان بدن لپاره خورا اړین ګڼل کیږي او کمښت یې د هډوکو …