کورپاڼه / ساينس او ټېکنالوژي / د وټساپ کاروونکي به ډېر ژر د خوښۍ خبر واوري

د وټساپ کاروونکي به ډېر ژر د خوښۍ خبر واوري

د وټساپ کاروونکي په ډیسکټاپ اپلیکیشن یا د وټساپ په ویب کې دننه د محرمیت یا پرایویسۍ سیټنګ کې د بدلون اجازه نلري او ددې لپاره کاروونکی اړ دی چې موبایل اپلیکیشن ته مخه کړي.

خو اوس به ډېر ژر وټساپ د خپل کاروونکو لپاره پر ډیکسټاپ د وروستۍ صحنې، د پروفایل عکس، (About) او د محرمیت د نورو ترتیباتو د بدلون اسانتیا رامنځته کړي.

په دې اړه وټساپ اوس یو راپور خپور کړی او ویلي یې دي، د وټساپ کاروونکي د ډیسکټاپ لپاره د اپلیکیشن په سټینګونو کې وروستۍ کتنې، د پروفایل عکس او د ډېرو نورو بدلونونو راوستلو آپشنې وویني.

له دې سربېره کاروونکي د ګروپ په سټینګونو کې هم بدلون راوستلی شي او دا انتخاب هم کولی شي چې ګروپ ته څوک داخل کړي.

دغه راز د ډیسکټاپ په مرسته د بلاک شوو شمېرو اداره کول له وړاندې امکان لري، خو دا ځل به دا آپشن یوې نوې برخې ته ولېږدول شي. په راپور کې نه دي ویل شوي چې دا ځانګړنې به کله رامنځته شي خو ویل کېږي چې ډېر ژر به کاروونکي ترې ګټه پورته کړي.

دا هم ولولئ

فیسبوک د نوم له بدلون وروسته په وټساپ کې هم بدلون راغلی

د فیسبوک بنسټ ایښودونکي مارک زکربرګ د اکتوبر ۲۸مه نېټه د خپل شرکت نوم بدل …