کورپاڼه / د لوبو راپورونه / استرالیا د انګلستان لپاره د ۱۲۶ منډو آسانه هدف کېښود

استرالیا د انګلستان لپاره د ۱۲۶ منډو آسانه هدف کېښود

د انګلستان توپ اچونکو د استرالیا توپ وهونکي په لومړیو کې تر فشار لاندې راوستل او لومړني غوره توپ وهونکي یې ترې ډېر ژر وسوځول، همدا لامل و، چې انګلستان ته یې د ۱۲۶ منډو آسانه هدف ورکړ.

د شل اوریز اوریز نړیوال جام ۲۶مه لوبه د انګلستان او استرالیا لوبډلو ترمنځ د دوبۍ په نړیوال کرکټ لوبغالي کې ترسره کېږي او انګلستان د پچې تر ګټلو وروسته د توپ اچونې پرېکړه کړې.

استرالیا له لومړیو اورونو تر فشار لاندې راغله او په پاور پلی کې یې دننه غوره لوبغاړي ه لاسه ورکړل، که څه هم ارون فینچ تر ډېره ولاړ و، خو هیڅ یو لوبغاړي ورسره د پام وړ ملګرتیا ونه کړه.

استرالیا په ټاکلو شل اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۲۵ منډې وکړې، چې له ډلې یې ارون فینچ ۴۴ او اشتون اګر ۲۰ ترټولو زیاتې منډې وکړې.

د انګلستان لپاره کریس جورډن درې، کریس ووکس او تامل میلز دوه-دوه او ترڅنګ یې عادل رشید او لیام لیونګسټون یوه-یوه ویکټ ترلاسه کړه.

دا هم ولولئ

عمان لوبډلې له نمیبیا څخه د تېر لوبې غچ واخیست

د نمیبیا او عمان لوبډلو ترمنځ د سوپر لیګ دویم پړاو سیالیو کې عمان لوبډله …