کورپاڼه / ريکارډونه / ونیندو هسرنګا په روان شل اوریز نړیوال جام کې غوره کارنامه وکړه

ونیندو هسرنګا په روان شل اوریز نړیوال جام کې غوره کارنامه وکړه

د ۲۰۲۱ کال شل اوریز نړیوال جام لومړنی هیټریک د سریلانکا ورو توپ اچونکي ونیندو هسرنګا ډي سلوا وکړ، که څه هم له نوموړي وړاندې په لومړي پړاو لوبو کې ایرلېنډي لوبغاړي کریسټو کیمفر هیټریک کړی، خو د سوپر (۱۲) لومړی هیټریک هسرنګا وکړ.

د راپورونو له مخې، د سریلانکا کرکټ ملي لوبډلې ورو توپ اچونکي هسرنګا ډي سلوا د نړیوال جام په سوپر (۱۲) پړاو کې د سویلي افریقا پر وړاندې هیټریک وکړ.

نوموړي په یاده لوبه کې د ۱۵ اور په وروستي توپ د سویلي افریقا لوبډلمشر ټمبا بووما، د ۱۸ اور په لوموړي او دویم توپ په ترتیب ایډن مارکرم او ډیون پریټوریس له مخې پورته کړل.

له هسرنګا وړاندې دغه کارنامه څه موده وړاندې ایرلېنډي لوبغاړي کریسټو کیمفر د هالېنډ او په ۲۰۰۷ کال استرالوي لوبغاړي بریټ لي د بنګله دېش پر وړاندې ترسره کړې وه.

د یادونې وړ ده، چې په نړیوال جام کې د سویلي افریقا او سریلانکا ترمنځ په نننۍ لوبه کې سریلانکا په څلور ویکټو ماتې وخوړه.

دا هم ولولئ

لانس کلوزنر د ملي لوبډلې له روزنې لاس واخیسته

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې مشر روزونکې لانس کلوزنر پرېکړه کړې، چې نور به د …