کورپاڼه / خبرونه / اصغر افغان سبا د نمیبیا پر وړاندې وروستۍ لوبه کوي او استعفاء اعلانوي

اصغر افغان سبا د نمیبیا پر وړاندې وروستۍ لوبه کوي او استعفاء اعلانوي

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې پخواني لوبډلمشر اصغر افغان ویلي دي، چې سبا به یې د نمیبیا پر وړاندې وروستۍ نړیواله لوبه وي او له هغې وروسته استعفاء اعلانوي.

اصغر افغان وروسته له هغې د استعفاء پرېکړه کوي، کله چې د تېرې لوبې په بایللو پر ټولنیزو رسنیو په ځینو افغان لوبغاړو نېوکې وشوې او کرکت بورډ نه غوښتنه وشوه چې ځینې لوبغاړي نور کېنول شي.

نوموړي پر خپله فیسبوکپاڼه یوه ویډیو خپره کړې او ویلي یې دي، که څه هم دا پرېکړه ورته ډېره سخته ده، خو ښایي سبا د نمیبیا پر وړاندې خپله وروستۍ لوبه ترسره کړي او استعفاء اعلانوي.

نوموړی وایي چې دا پرېکړه یې ددې لپاره کړې ترڅو ځوانو لوبغاړو ته موقع ورکړي او خپلو مینوالو او پخوانیو په ځانګړي توګه خالق داد نوري، کریم صادق، نوروز منګل او هستي ګل عابد نه مننه کړې، چې د هغه ملاتړ یې کړی.

اصغر افغان له خپلو مینوالو هم مننه کړې او ویلي یې چې له هغه خلکو چې زما ملاتړ یې کړی یا یې پر ټولنیزو رسنیو نېوکي هم مننه کوم، ځکه له دوی ما ډېر څه زده کړي دي.

دا هم ولولئ

پاکستان په لومړۍ ټیسټ لوبه کې بنګله دېش ته ماتې ورکړه

د بنګله دېش او پاکستان لوبډلو ترمنځ د دوو ټیسټ لوبو په اولې ټیسټ لوبه …