کورپاڼه / د لوبو راپورونه / انګلستان د استرالیا لوبډلې ته ستره ماتې ورکړه

انګلستان د استرالیا لوبډلې ته ستره ماتې ورکړه

جوس بټلر د یوې بریدګرې توپ وهنې پرمټ، چې پنځه شپږیزې او پنځه څلوریزې پکې شاملې وې، ۷۱ منډې وکړې او انګلستان لوبډله یې په دریمه لوبه کې هم بریالۍ کړه.

د شل اوریز اوریز نړیوال جام ۲۶مه لوبه د انګلستان او استرالیا لوبډلو ترمنځ د دوبۍ په نړیوال کرکټ لوبغالي کې ترسره شوه، انګلستان د پچې تر ګټلو وروسته د توپ اچونې پرېکړه وکړه.

استرالیا په ټاکلو شل اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۲۵ منډې وکړې، چې له ډلې یې ارون فینچ ۴۴ او اشتون اګر ۲۰ ترټولو زیاتې منډې وکړې.

د انګلستان لپاره کریس جورډن درې، کریس ووکس او تامل میلز دوه-دوه او ترڅنګ یې عادل رشید او لیام لیونګسټون یوه-یوه ویکټ ترلاسه کړه.

انګلستان لوبډلې د ۱۲۶ منډو هدف په ۱۱.۴ اورونو کې د ۲ لوبغاړو په سوځېدو پوره کړ او استرالیا ته یې په ۸ ویکټو او ۵۰ توپونو ستره ماتې ورکړه.

د انګلستان لپاره جوس بټلر ترټولو ښه توپ وهنه وکړه، هغه په ۳۲ توپونو ۷۱ ناسوځېدلې منډې وکړې. د استرالیا لپاره ادم زمپا او اشتون اګر یوه-یوه ویکټ ترلاسه کړه.

دا هم ولولئ

عمان لوبډلې له نمیبیا څخه د تېر لوبې غچ واخیست

د نمیبیا او عمان لوبډلو ترمنځ د سوپر لیګ دویم پړاو سیالیو کې عمان لوبډله …