کورپاڼه / خبرونه / فرزانه کوچۍ: اصغر افغان د کرکټ په پرېښودو د وطن سره مینه او د ولس غوښتنې او نظر ته خپل احترام ثابت کړ

فرزانه کوچۍ: اصغر افغان د کرکټ په پرېښودو د وطن سره مینه او د ولس غوښتنې او نظر ته خپل احترام ثابت کړ

د جمهوریت پرمهال په پارلمان کې د کوچیانو استازې فرزانه کوچۍ وایي، چې اصغر افغان د کرکټ په پرېښودو د وطن سره مینه او د ولس غوښتنې او نظر ته خپل احترام ثابت کړ.

د یادونې وړ ده، چې نن ورځ اصغر افغان خپله وروستۍ نړیواله لوبه د نمیبیا پر وړاندې ترسره کوي او له دې وروسته به له نړیوال کرکټ څخه استعفاء کوي.

فرزانه کوچۍ د اصغر افغان د پرېکړې په غبرګون پر خپله فیسبوکپاڼه لیکلي دي چې:((اصغر افغان (ستانکزی) زموږ هغه ویاړلی افغان دی چې د مور وطن حق یې ادأ کړی.))

نوموړې د اصغر افغان د لوبو او هغه ویاړونو، چې د افغانستان لپاره د لوبډلمشر په توګه ترلاسه کړي، ستایلي دي او د هغه د استعفاء پرېکړه یې له وطن سره مینه او د ولس غوښتنې د احترام لرلو په توګه یاده کړې ده.

فرزانه کوچۍ لیکي:((کرکټر اصغر افغان هغه څه وکړل چې هیچا د وطن لپاره ونکړ، ډیر ناکامه، بی پلانه، بی سواده چارواکي، وزیران، رئیسان او … مو درلودل او لرو؛ چې په هیڅ دلیل په خپل دنده کې د اصغر په اندازه مسلکي، ماهر او حاکم نه دي/وو خو دغه زړورتیا چې اصغر خلکو ته وښوده هیچا نه درلوده او نه یې لري.))

کوچۍ په وروستیو کې د ټولو چارواکو او مشرانو ته د یو پیغام په بڼه وایي چې ولس ته ژمن پاتې کېدل له اصغر افغان څخه زده کړئ.

دا هم ولولئ

د سټیون سمېت پر خلاف مخالفتونه راپورته شوي

د اسټرالیا لوبډلې پخواني لوبغاړي ایان چیپل د ایشیز لوبلړۍ لپاره د سټیون سمېت د …