کورپاڼه / خبرونه / محمد نبي: د ډېر قدرمن او ګران ملګري او ورور اصغر افغان په استعفاء خواشینی یم

محمد نبي: د ډېر قدرمن او ګران ملګري او ورور اصغر افغان په استعفاء خواشینی یم

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د شل اوریزو لوبو لوبډلمشر محمد نبي ویلي دي، چې د ډېر قدرمن او ګران ملګري او ورور اصغر افغان په استعفاء خواشینی یم.

د یادونې وړ ده، چې بیګا پخواني لوبډلمشر د یوې ویډیویي پیغام له لارې له نړیوال کرکټ څخه استعفاء ورکړه او و یې ویل چې نن ورځ به یې د نمیبیا پر وړاندې وروستۍ لوبه وي.

محمد نبي د نوموړي دې پرېکړې ته خواشیني ښودلې او ترڅنګ یې پر خپله فیسبوکپاڼه لیکلي:((اصغرافغان د افغانستان کرکټ له ځلانده ستورو څخه دی او کارنامې به یې د افغانستان کرکټ تاریخ کې تلپاتې وي.))

هغه دغه راز لیکلي دي:((هغه د یوه ښه لوبغاړي او ښه لوبډلمشر په توگه په پوره ذکاوت او همیشه بهترین تدبیر سره ګران هیواد ته زښت زیات ویاړونه راوړي دي.))

محمد نبي په وروستیو کې اصغر افغان ته دعا کړې او لیکلي یې دي چې:((لوی څښتن تعالی دې د ژوند هر پړاو کې تل خوښ او سرلوړی ولره.))

دا هم ولولئ

د سټیون سمېت پر خلاف مخالفتونه راپورته شوي

د اسټرالیا لوبډلې پخواني لوبغاړي ایان چیپل د ایشیز لوبلړۍ لپاره د سټیون سمېت د …