کورپاڼه / روغتيا / په ژمي یا سړه هوا کې له دا ډول خوراکي توکو ګټه پورته کړئ

په ژمي یا سړه هوا کې له دا ډول خوراکي توکو ګټه پورته کړئ

د هوا او موسم په بدلون او د ژمي په راتګ سره یو شمېر موسمي او نورې ناروغۍ هم ډېرېږي، نو که چېرته په دې موسم کې یو شمېر ویټامینونه استعمال کړو نو له مختلفو ناروغیو څخه به خوندي پاتې شو.

څیړنو موندلې ده چې ویټامین بي او ویټامین سي د ژمي په موسم کې انسان له مختلفو ناروغیو او میکروبونو څخه ژغوري.

روغتیايي کارپوهانو ویلي دي، د ژمي په موسم کې هغه خواړه او مشروبات باید وکارول شي، چې د انسان بدن ګرم وساتي نو په همدې سبب ویټامین بي او ویټامین سي لروونکي خواړه د میکروبونو په له منځه وړلو کې مرستندویه تمامېږي.

دغه راز ټول هغه سبزیجات چې شنې پاڼې لري یا سابه هم د بېلابېلو ناروغیو په له منځه وړلو کې مرسته کولی شي او داسې غذایي مواد د بدن برخه ګرځوي چې دفاعي سیستم پیاوړی کوي.

د دفاعي سیستم د پیاوړی کولو لپاره باید له شېدې او لبنیاتو لکه پنیر او مستو څخه ګټه واخیستل شي، ځکه چې یاد توکي پخپل ترکیب کې زیاته اندازه پروټین، ویټامین ای او کلسیم لري، چې د بدن د اړتیا وړ کلسیم پوره او هډوکي پیاوړي کوي.

دا هم ولولئ

هغه خوراکي توکي چې د بدن ویټامین ډي پوره کوي

ویټامین ډي د انسان بدن لپاره خورا اړین ګڼل کیږي او کمښت یې د هډوکو …