کورپاڼه / کرکټ / کوهلي د شامي په ملاتړ: د مذهب پر اساس پر یو چا بـــریـــد کول یوه ناوړه کړنه ده

کوهلي د شامي په ملاتړ: د مذهب پر اساس پر یو چا بـــریـــد کول یوه ناوړه کړنه ده

د هند کرکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر ویرات کوهلي، د هغه مذهبي افراطیانو څرګندونو ته سخت غبرګون ښودلی، چې پر محمد شامي نېوکې کولې.

د یادونې وړ ده، کله چې هند د پاکستان په وړاندې په نړیوال جام کې لوبه وبایلله، نو هندو مذهبه افراطیانو د هند یوازینی مسلمان لوبغاړی محمد شامي تر سختو نېوکو لاندې راوست او د لوبو پړه یې پرې واچوله.

ویرات کوهلي د هغوی د نېوکو په ځواب کې ویلي دي، چې د مذهب پر اساس پر یو چا بـــریـــد کول یوه ناوړه کړنه ده او هغه دا ډول چټي خلکو ته یوه دقیقه هم ضایع کول نه غواړي.

نوموړي زیاته کړې، پر ټولنیزو رسنیو داسې ډارن او بېغیرته خلک راټول شوی، چې هر څوک یې زړه وي په نښه کولی یې شي.

د یادونې وړ ده، له دې وړاندې هم د نړۍ یو شمېر لوبغاړو د محمد شامي ملاتړ کړی دی او پر ټولنیزو رسنیو یې د هغه لوبې او ویاړونه په ګوته کړي، چې شامي په یوازې ځان هند ته ور په برخه کړي.

دا هم ولولئ

د فوټبال مشهور کلب د اماراتو په نوي پیلېدونکي شل اوریزه لیګ کې لوبډله واخیسته

د مانچیسټر یونایټیډ فوټبال کلب مالک د عربي اماراتو په نوي پیلېدونکې شل اوریزه لیګ …